top of page
  • Facebook
  • X
  • YouTube
  • Instagram

د ګرین لیف فاونډیشن په اړه 

ګرين لیف فاونډيشن خیریه بنسټ دی، چې د امریکا متحده ایالاتو  په واشنګټن ایالت کې رسماً فعالیت کوي. دا بنسټ امریکا متحده ایالاتو ته د نویو راغلیوو کډوالو او پنا غوښتونکو  د خدمتونو لپاره رامنځته شوی دی.

ګرین لیف فاونډېشن د افغانانو په شمول د هر هېواد د کډوالو او پناه غوښتونکيو لپاره په بېلابیلو برخو کې خدمت کوي.

ګرین لیف فاونډېشن په لاندې بېلابیلو برخو کې خدمتونه وړاندې کوي:

 

  • د متحده ایالاتو د ټولنې، کولتور او حکومتولۍ په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه؛

  • د انګلیسي ژبې د زده کړې لړۍ، او د حرفوي او مسلکي زده کړو پروګرامونه؛

  • په ښوونځیو، کالجونو، او پوهنتونونو کې د زده کړو لپاره د نوملېکنې په برخه کې مرسته، او همدارنګه د مالي سرچینو او نورو مرستو په اړه لارښوونې؛

  • د روغتیايي بیمې لپاره د غوښتنلیک ډکول او لارښوونه کول؛

  • د نغدي مرستې (Cash Assistance) او خوراکي توکو مرستو (Food Stamp) ترلاسه کولو کې مرسته او لارښوونه؛

  • نارینه او ښځینه وو لپاره د موټر چلولو لاسینس اخيستلو په اړه د اصولو او قوانینو د زده کړو ځانګړي ټولګي برابرول؛

  • د موټر چلولو لایسینس اخیستلو څرنګوالي په اړه لارښوونه او له اړوندو ادارو سره اړیکه او ترې د وخت اخیستل؛

  • د کار موندنې لپاره کارورکوونکيو ادارو ته د کاري غوښتنلیک ډکول، او په کار موندنه کې مرسته او لارښوونه؛

  • د کاري مرکو (Job Interviews) په اړه د پوهاوي ځانګړي پروګرامونو او تمثيلونه برابرول؛

  • له رواني فشارونو څخه د وتلو په موخه ښځو او ماشومانو ته د کولتوري، تفریحي او معلوماتي ځانګړو ناستو برابرول؛

  • د کډوالو او پناه غوښتونکيو لپاره منابعو ته د لاسرسي په اړه د ځانګړو پروګرامونو لړۍ؛ او

  • د مسلکي زده کړو لپاره د کډوالو او پناه غوښتونکيو معرفي کول؛


که تاسې واشنګټن ایالت ته نوي راکډوال شوي یاست او يا هم دلته د پناه غوښتونې لپاره راغلي ياست، نو که په پورته یادو برخو کې مرستې او لارښوونو ته اړتيا لرئ، نو له ګرين لیف فاونډیشن سره اړیکه ونیسئ!

MARCH 23, 2024.png
telephone-png-icon-4.jpg

(253) 289 2836

R.png

Opening Hours:

Mon - Fri: 8am - 5pm

​​Saturday: 9am - 7pm

​Sunday: 9am - 7pm

Social Media

  • Facebook
  • X
  • LinkedIn
  • Instagram
  • Youtube
!له موږ سره اړیکه ونیسئ، ډیر ژر به ځواب ترلاسه کړئ

Thanks for submitting!

© 2024 by Green Leaf Foundation. 

bottom of page