
ګرين ليف فاونډېشن د ښځو د پیاوړتيا پروګرام له لارې په پام کې لري چې د ښځو لپاره د سواد زده کړو، ښوونځيو، کالجونو او پوهنتونونو کې د زده کړو زمينه برابره کړي. ګرين ليف فاونډېشن غواړي چې ښځې هغه مهارتونه او پوهه تر لاسه کړي چې دوی پرې وکولای شي د خپل ځان او خپلې کورنۍ د ژوند ننګونې حل کړي او له دوی سره د پرېکړې کولو پر مهال مرسته وکړي. ښځې به وکولای شي چې د سواد زه کړو، د ښوونځيو او لوړو زده کړو په ترسره کولو سره په کورنۍ او ټولنه کې له خپل مثبت رول څخه خبرې شي او همدارنګه به وتوانېږي چې د خپلو او نورو له حقونو او آزاديو څخه اګاهي تر لاسه کړي او په عملي ژوند کې به یې هم د ساتنې او درناوي توانايي ولري. د مهارتونو او زده کړو په ترسره کولو سره به دوی وکولای شي چې په خپلې سیمې کې له بېلابېلو کاري او زده کړه ییزو فرصتونو څخه ګټنه وکړي او په دې ډول به د خپلې کورنۍ او ټولنې په اقتصادي وده کې د یو رول درلودونکي شي.
