د بسپنې راټولو پروګرام
آیا تاسې په ذهن کې نورو ته د خير رسولو فکر لرئ؟
که ځواب مو هو وي، نو تاسې له بېلابېلو لارو کولای شئ نورو ته د خیر رسولو وسيله شئ. یوه لار هم د ګرين ليف فاونډېشن د بسپنې راټولولو پروګرام دی. ګرين ليف فاونډېشن د دې پروګرام له لارې غواړي د ټولنې ټولو خيرخواه اشخاصو او افرادو ته دا فرصت ورکړي چې د ټولنې د بېلابېلو برخو لپاره کار کول او هڅې حمايه کړي. د بسپنې راټولول شونې ده د چاپېریال ساتنې لپاره وي، د ټولنې د وګړيو د پیاوړتيا لپاره وي، او یا هم شونې ده د ټولنې د یوې برخې لپاره د عدالتغوښتنې لپاره وي. تاسې، ستاسې د کورنۍ غړي او ستاسې ملګري او دوستان کېدای شي په یوازې ډول او یا هم په ګډه د یو لوی مثبت بدلون وسيله شئ. د بسپنې راټولول له بېلابېلو لارو شونې دي. تاسې کولای شئ چې د ټولنې لپاره د کوم ځانګړي پروګرام کوربه توب پر غاړه واخلئ او بيا ګډونوال بسپنې ورکولو ته وهڅوئ. یا هم کولای شئ د خپلې کورنۍ او ملګرو ترمنځ د بسپنې راټولولو غږ پورته کړئ، کېدای شي په خپل کارځای، ښوونځي او پوهنځي کې او یا هم په خپل ټولګي کې د بسپنې لپاره غږ پورته کړئ، داسې هم شونې ده چې تاسې په انلاین بڼه د ټولنیزو روسنيو له لارې پر خپلو ملګرو او فالورز باندې غږ وکړئ او هغوی وهڅوئ چې د ګرين ليف د ماموريت او موخو لپاره بسپنې ورکړي. هره لار چې تاسې تعقیبوئ، موږ ورته د قدر په سترګه ګورو او درناوی یې کوو.

