top of page
  • Facebook
  • X
  • YouTube
  • Instagram
Untitled (3)_edited.jpg

Small Title

مرسته    پیاوړتیا   بدلون

ګرین لیف فاونډېشن ته ښه راغلاست 

مرسته           پیاوړتیا          بدلون

In village.jpeg

 ګرين ليف فاونډېشن د داسې يوې ټولنې په تکل کې ده چې په کې هر وګړی په ټوله مانا خپله توانايي درک کړي؛ د يو بامفهمومه ژوند څښتن شي، او د ټولنې له نورو غړيو سره مرستندوی اوسي. ګرين ليف فاونډېشن د يو داسې چاپېريال د رامنځته کولو په هڅه کې دی چې په کې ټول ماشومان، ښځې او سړي ارزښتناک،‌ د قدر وړ او د ټولو هغو منابعو درلودونکي وي چې ژوند یې پرې سوکاله کېدای شي.

ګرين ليف فاونډېشن اړمنو خلکو ته هر اړخیزه مرسته او منابع برابروي. ګرین لیف فاونډېشن غواړي چې د مرستې، ځواکمنتيا او عدالتغوښتنې له لارې په ټولنه کې د يو بل منلو، پر ځان د اتکا او د ټولنیزې خیر ښېګڼې هڅې پیاوړې کړي. ګرين لیف فاونډېشن غواړي چې د ټولنې اوسېدونکي داسې پياوړي شي چې مخې ته پراته خنډونه ټول مات کړي، منابعو ته لاسرسی ولري او په خپل شخصي او مسلکي ژوند کې بریالي وي.‌

ګرين ليف فاونډېشن د یوې داسې ټولنې د جوړولو لپاره هلې ځلې کوي چې هر غړی یې د درناوي،‌ ملاتړ او نازونې وړ وي.

  • د ټولنې غړيو ته د پوهنیزو فرصتونو، مسلکي روزنیزو پروګرامونو، او د مهارتونو د ودې د پروګرامونو برابرول؛

  • د ټولنې غړيو ته د ظرفيتونو لوړولو فرصتونه او پروګرامونه برابرول؛

  • د ټولنې غړيو ته د دنده موندنې په برخه کې روزنیز پروګرامونه برابرول او به دنده موندنه کې یې لاسنیوی او ورسره همکاري کول؛

  • د ټولنې د پیاوړتيا او د غړيو له یو بل سره د تړلتيا په موخه  ټولنیز نوښتونه کول،‌ د فرهنګي راکړې ورکړې پروګرامونه جوړول، او د عدالتغوښتنې هڅې کول؛ او

  • یقيني کول چې د ټولنې اوسېدونکي ټولو اړينو منابعو ته لکه پوهنیزې، روغتيايي، قانوني مرستو او ټولنیزو خدمتونو ته لاسرسی لري. 

From Our Blog 

MARCH 23, 2024.png
telephone-png-icon-4.jpg

(253) 289 2836

R.png

Opening Hours:

Mon - Fri: 8am - 5pm

​​Saturday: 9am - 7pm

​Sunday: 9am - 7pm

Social Media

  • Facebook
  • X
  • LinkedIn
  • Instagram
  • Youtube
!له موږ سره اړیکه ونیسئ، ډیر ژر به ځواب ترلاسه کړئ

Thanks for submitting!

© 2024 by Green Leaf Foundation. 

bottom of page