top of page
  • Facebook
  • X
  • YouTube
  • Instagram

د کارکوونکيو د حق الزحمې او معاشاتو ورکړه

Jul 2, 2024
3 min read

Updated: Jul 3, 2024

په تېر پسې


د واشنګټن ایالت د کار د قوانينو له مخې هر کارکوونکي ته بايد لږ تر لږه میاشت کې د هغه حق الزحمه یا معاش ورکړل شي، په دې مانا چې د کارکوونکي د کار حق الزحمه باید له یوې میاشتې څخه ډېره موده ونه ځنډول شي. کله هم چې یو کارکوونکي له یوې ادارې سره کار پرېږدي، نو اداره یا کارفرما یې باید دمخه تر دې چې د معاشاتو دوره پای ته ورسېږي، ټولې پاتې حق الزحمې یا معاشونه ورکړي. کله هم چې کارکوونکيو ته د هغوی حق الزحمه یا معاش ورکول کېږي، بایده دي چې کارکوونکي ته په لیکلې بڼه خبرتيا یا سند ورسېږي، معمولاً دغه سند ته Paycheck stub ویل کېږي. په Paycheck stub کې باید د حق الزحمې یا معاش د مودې، د کارکوونکي د کړي کار د ساعتونو، د ساعتوار حق الزحمې اندازه او دا چې د مالیاتو، تقاعد او ... له امله ترې څومره پیسې ګرځول شوې دي، ټول معلومات باید وي. همدارنګه د واشنګټن ایالت د کار د قوانينو له مخې ګمارونکې اداره مکلفه ده چې لږ تر لږه تر درېوو کلونو پورې د خپلو کارکوونکيو د حق الزحمو، تاديوو او معاشونو ریکارډ له ځانه سره وساتي او کارکوونکي حق لري چې تر درېوو کلونو پورې له یادې ادارې څخه د خپلې حق الزحمې او معاشاتو په اړه هر ډول سند وغواړي.

ټولې هغه پیسې چې د یو کارکوونکي له حق الزحمې یا معاش څخه ګرځول کېږي، باید د فدرال دولت یا هم د ایالت د قوانینو پر استناد وي او یا هم لږ تر لږه کارکوونکي د هغو د ګرځولو موافقه کړې وي. دا لازمي ده چې ټولې ګرځول شوې پیسې باید په Paycheck stub کې لیست شوې وي او یو په یو یې اندازه او د ټولو مجموعه معلومه وي. معمولاً له کارکوونکيو څخه د فدرال او ایالت مالیات، د سوشل سیکیوريټۍ یا د تقاعد پیسې، د روغتيايي بیمې او که احیاناً پر کارکوونکيو د کارګرانو په اتحاديه کې غړيتوب لازم وي، نو د دغسې اتحاديو د غړیتوب فیس ګرځول کېږي.

ستاسې ګومارونکې اداره نه شي کولای چې ستاسې له توافق پرته ستاسې له حق الزحمې یا معاش څخه د قرض، د کور د کرایې، ټرانسپورټېشن، د دفتري شیانو د اخیستلو، خوراک او ... په نوم پیسې وګرځوي. همدارنګه ګومارونکې اداره حق نه لري د هغو کاري وسايلو د تاوان په نوم ستاسې له حق الزحمې یا معاش څخه پیسې وګرځوي چې له تاسې څخه د کار په جریان کې خراب شوي دي یا هم پرته له دې چې تاسې غوښتي وي، ورک کړي مو وي یا مو هم مات و خراب کړي وي.

کله چې تاسې له یوې ادارې سره کار پیلوئ، نو تر ټولو غوره دا ده چې تاسې سره د خپل کاري ساعتونو یا ورځو او دا چې څومره پیسې د ساعت پر سر یا هم د مياشتې معاش درکول کېږي یوه محاسبه ولرئ او د هرې تادیې په پای کې خپله محاسبه له خپل Pacheck stub سره وګورئ.

زياتره ادارې خپلو کارکوونکيو پر معاش یا حق الزحمې سربېره نور امتيازات هم ورکوي. دا امتيازات معمولاً عبارت وي له روغتيايي بیمې، تقاعد، د تقاعد لپاره زېرمه او د ادارې همکاري، تفریحي رخصتي، د ناروغۍ د رخصتيو تاديه، د ماشوم زېږېدنې له امله د رخصتۍ تاديه، د ماشوم ساتنې په نوم ځانګړې پیسې، بخشیشي او نورو څخه.

که چېرې ستاسې ګومارونکې اداره د کار په جريان کې له تاسې څخه د ځانګړي یونیفارم غوښتنه کوي، په ځانګړې توګه که یونیفارم د داسې رنګ یا سټايل درلودونکی وي چې تاسې يې په عامه توګه نه شئ کارولای یا په عامه توګه نه کارېږي، نو ګومارونکې اداره اړه ده چې یا تاسې یونیفارم برابر کړي او یا یې هم تاسې ته د هغې قیمت در کړي.




 

Comments


MARCH 23, 2024.png
telephone-png-icon-4.jpg

(253) 289 2836

R.png

Opening Hours:

Mon - Fri: 8am - 5pm

​​Saturday: 9am - 7pm

​Sunday: 9am - 7pm

Social Media

  • Facebook
  • X
  • LinkedIn
  • Instagram
  • Youtube
!له موږ سره اړیکه ونیسئ، ډیر ژر به ځواب ترلاسه کړئ

Thanks for submitting!

© 2024 by Green Leaf Foundation. 

bottom of page