top of page
  • Facebook
  • X
  • YouTube
  • Instagram

د کار په جریان کې د دمې او خوراک وقفې او

Jun 1, 2024
3 min read

په تېر پسې ...


د واشنګټن ایالت د کار د قوانينو له مخې هر کارکوونکی د کار په جریان کې د دمې، خوراک، ماشوم ته د شیدو ورکولو او وقفې حق لري. د دې ایالت د قوانينو له مخې یو کارکوونکی حق لري چې لږ تر لږه د څلورو ساعتونو د کار په جريان کې لږ تر لږه لس دقیقې د دمې لپاره له کار څخه لاس په سر شي. که چېرې کارکوونکی اته ساعته کار کوي، نو بایده دي چې دوه لس دقیقه يي د دمې وقفه ورته ورکړل شي. د دمې دغه وخت د کارکوونکي د کار د وخت په توګه محاسبه کېږي او د کارکوونکي اداره حق نه لري چې د یادې مودې پیسې یې له معاش څخه وګرځوي. کارکوونکی حق نه لري چې ووايي زه له دې وقفې څخه تېر يم او نه یې اخلم، بلکې پرې لازمه ده چې دا وقفه واخلي.

پر دې سربېره، هر کارکوونکی د خوراک لپاره دېرش دقیقې د وقفې حق لري چې دا دېرش دقیقې به له کار څخه لاس په سر کېږي. که چېرې یو کارکوونکی تر یوولس ساعتونو پورې کار کوي، یو ځل دېرش دقیقې د خوراک لپاره وقفه اخيستلی شي، خو که چېرې یو کارکوونکی له یوولسو ساعتونو څخه ډېر کار کوي، نو حق لري چې د خوراک دوه دېرش دقیقه یي وقفې واخلي. دا چې دا دېرش دقیقې موده د کارکوونکي د کار په وخت کې محاسبه کېږي او کنه، دا د کارکوونکي په ادارې او کارفرما پورې اړه لري. که چېرې د کارکوونکي اداره وغواړي چې د خوراک د قفې یا وقفو وخت هم کارکوونکي ته د کار د وخت په توګه محاسبه کړي، نو کولای شي، خو که چېرې د کارکوونکي اداره ونه غواړي چې محاسبه یې کړي، قانوني کوم مکلفيت ورته نه راجع کېږي. که چېرې یو کارکوونکی ونه غواړي چې د خوراک لپاره دېرش دقیقې وقفه واخلي، کوم الزاميت پرې نشته.

پر دې سربېره د هغو کارکوونکو میندو لپاره چې ماشوم ته ته شیدې ورکوي، هم د واشنګټن ایالت د کار د قوانينو له مخې وقفه بلکې وقفې په پام کې نیول شوي دي. د شیدو ورکولو وقفې لپاره کوم زماني محدوديت نه شته، بلکې مور چې هر څومره وخت تېروي، کولای شي تېر یې کړي، هر څومره ځل چې دا وقفه اخلي، اخیستلای یې شي، خو يوه باريکي دلته شته چې د دې وقفې وخت کارکوونکې مور ته د کار په وخت کې نه محاسبه کېږي او نه یې ورته پیسې ورکول کېږي. که چېرې شیدې ورکوونکې مور خپل ماشوم ته د شیدې ورکولو کوم بل ترتیب جوړ کړی وي او ونه غواړي دا وقفه واخلي،‌ کولای شي چې ترې تېره شي.

هغه کارکوونکي چې د کورونو په داخل کې د صفاکار، د کور د ساتونکي، اشپز او ... په توګه کار کوي، دوی هم په ورته توګه دېرش دقیقې د خوراک لپاره وقفه لري، البته په دې شرط چې د ورځني کار وخت به یې له پینځو ساعتونو څخه کم نه وي. همدارنګه د هرو څلورو ساعتونو پر سر لس دقیقې د دمې لپاره وقفه لري. که چېرې د کارکوونکيو کار داسې وي چې وقفه په کې نه شي اخیستلای، نو د هغوی ګومارونکی اړ دی چې د دوی د وقفې موده د دوی په کاري وخت کې محاسبه کړي او پیسې یې ورته ورکړي. که چېرې یو څوک په یو کور کې د یو چار پالونکی یا پالونکې وي، نو په اوونۍ کې له شپږو ورځو مسلسل کار نه وروسته باید ورته يوه ورځ مکمله رخصتي ورکړل شي.

د هغو کارکوونکيو لپاره چې په روغتيايي مرکزونو کې کار کوي، بایده دي چې د هغوی د خوراک وقفه او د دمې وقفې مخکې له مخکې په مهالوېش کې برابرې شوې وي. بایده دي چې د دوی د دمو او خوراک په وقفو کې مداخله (Interruption) ونه شي. خو که چېرې يوه نه پیشبيني کېدونکی حالت مخې ته راځي او له امله یې د کارکوونکيو په وقفو کې مداخله کېږي، نو د دغسې حالت د له منځه تګ وروسته سمدستي دوی ته باید لس دقیقې وقفه ورکړل شي. د روغتيايي مرکز اداره مکلفه ده چې د کارکوونکيو د ټولو هغو وقفو چې نه دي اخيستل شوې او هغو وقفو چې نه دي‌ ورکړل شوې، ریکارډ واخلي او په یو فایل کې یې له ځان سره وساتي.



Comments


MARCH 23, 2024.png
telephone-png-icon-4.jpg

(253) 289 2836

R.png

Opening Hours:

Mon - Fri: 8am - 5pm

​​Saturday: 9am - 7pm

​Sunday: 9am - 7pm

Social Media

  • Facebook
  • X
  • LinkedIn
  • Instagram
  • Youtube
!له موږ سره اړیکه ونیسئ، ډیر ژر به ځواب ترلاسه کړئ

Thanks for submitting!

© 2024 by Green Leaf Foundation. 

bottom of page