د اور لګېدلو د خطر کچې او لارښوونې
په پسرلي او اوړي کې د متحده ایالاتو زياتره اوسېدونکي له خپلو استوګنځايونو څخه بېرون ته وځي، ځنګلونو او ملي پارکونو ته د تفریح او چکر لپاره ځي. ځینې له ځان سره تيار خواړه وړي، خو زياتره یې د خواړو او کبابو پخولو لپاره په دغو ځنګلونو او ملي پارکونو کې تدابير نیسي. ډېر ځله د ډېرې کمې بې احتیاطۍ له امله په دغو ځنګلونو او ملي پارکونو پراخ او نه کنټرولېدونکي اورونه هم لګېږي. له همدې امله د متحده ایالاتو د ځنګلونو او اور وژنې ادارې د ځنګلونو او ملي پارکونو د اب و هوا حالاتو ته په کتو سره دغلته د اورلګېدنې د خطر د کچې په اړه اټکلونه کوي او دا اټکلونه زياتره د لویو لارو تر څنګ او په ځنګلونو او ملي پارکونو کې د نصب شویو لوحو په توسط ښودل کېږي. معمولاً دا لوحې په پینځو رنګونو رنګ شوي دي چې له کيڼ لوري څخه ښي لوري ته له زرغون رنګ څخه تر تک سور رنګ پورې د اورلګېدنې د خطر د کچې اټکل ښيي. په ځنګلونو او ملي پارکونو کې د اب و هوا حالاتو ته په کتو سره دا اټکل د یو غشي په توسط ښودل کېږي. د اب و هوا حالاتو ته په کتو سره د اړونده مسوولينو له خوا غشی په یو رنګ برابرېږي چې خلک یې په کتلو سره پوهېږي چې د اورلګېدنې د خطر کچه په کوم حد کې ده؟ او آیا په دغسې حالت کې د اور بلول جواز لري او کنه؟
لکه څرنګه چې په انځور کې لیدل کېږي، د اور لګېدنې د خطر کچه په بېلابېلو رنګونو ښودل شوې ده. دا هر رنګ ځانګړې معنا لري. کله چې تیر یا غشی د هماغه رنګ خوا ته وي خلکو ته دا پیغام ورکوي چې له کومو کارونو څخه په دغه حالت کې ډډه وکړي او څه تدابیر ونیسي.
دا لوحې زیاتره وخت د هغو سړکونو او لارو تر څنګ لیدل کېږي چې ځمکو او ځنګلونو ته غزېدلي دي.

زرغون رنګ د اورلګېدنې د خطر تر ټولو ټيټه کچه اټکلوي. په داسې حالت کې خلک کولای شئ چې د میلې او چکر لپاره بهر د لرګيو او یا سکرو اور بل کړئ.
شین رنګ د اورلګېدنې د خطر منځنۍ کچه اټکلوي. په دې حالت کې د لرګيو او سکرو کارول معمولاً اجازه لري، مګر د غور او احتیاط سپارښتنه کېږي، په ځانګړې توګه په هغو وختونو کې چې باد وي باید له اور سره احتیاط وشي، ځکه د اور سپرغۍ کولی شي ورو ورو وښو او بوټو ته اور ورسوي.
ژېړ یا ژړ رنګ د اورلګېدنې د خطر لوړه کچه اټکلوي. په دې حالت کې خلکو ته سپارښتنه دا وي چې د لرګيو او سکرو له بلولو څخه ډډه وکړي، ځکه دې حالت کې اور په اسانۍ سره پیل کېږي، واښه په اسانۍ سره اور اخلي او اور په چټکۍ سره له کنټرول څخه وځي.
نارنجي رنګ د اورلګېدنې د خطر ډېره لوړه کچه اټکلوي. په دې حالت کې اور په چټکۍ سره خپريږي او په چټکۍ سره چاپېریال ورانوي. د سکرو او لرګيو له بلولو څخه باید په کلکه ډډه وشي، ځکه چې د اور سپرغۍ کولای شي په چټکۍ سره وښو او ځنګلونو ته اور ورسوي چې بيا یې کنټرول خورا ستونزمن دی.
سور رنګ د اورلګېدنې د خطر بيخي دېره لوړه کچه اټکلوي. دا رنګ د داسې یو خطرناک حالت اټکل کوي چې په کې واښه، بوټي او ونې ډېر ژر اور اخلي او هر چېرته په چټکۍ سره خپرېږي. په دې حالت کې د سکرو او لرګيو اور بلول په کلکه منعه دي.
ځنګلونو او ملي پارکونو ته راتلونکي خلک اړ دي چې یادې سپارښتنې جدي په پام کې ونیسي، او د سرغړونې په صورت کې له سختو جریمو او حتا د سرغړونکي د بند امکان هم شته. د اوربلولو له سپارښتنو څخه د سرغړونو جریمه له پينځه زره امریکایي ډالرو او له شپږو میاشتو بند څخه پیل کېږي او همداسې پورته ځي.
د اورلګېدنې د خطر د لوړې او بیخي لوړې کچې خطر په اټکل سره خلک کولای شي په بديله توګه له ګازو څخه کار واخلي. لیکن د ګازو په کارولو کې هم په ځينو ځایونو کې د زیات خطر له کبله بندیز لګېدلی وي. که خلک غواړي د اور د خطر په هکله ځان ډاډه کړي نو باید د پارکونو او ځنګلونو له مسولیونو سره اړیکه وکړي، د دوي ویبسایټ ته لاړ شي او هلته په موجودو لارښوونو عمل وکړي.
اور د ځنګلونو او د چاپیریال لپاره لویه ستونزه ده. هر کال د ځنګلو د سوځېدو له امله زیات ځنګلونه له منځه ځي، ځمکې شاړېږی، ځناور یې له منځه ځي او هوا ککړیږي، چې دا کار روغتیايي، اقتصادي او ټولنیزې ستونزې رامنځ ته کوي.





Comments