top of page
  • Facebook
  • X
  • YouTube
  • Instagram

په روغتيايي مرکزونو کې د ناروغانو بنسټیز حقونه

May 26, 2024
2 min read

د متحده ايالاتو د فدرال او ایالتونو قوانین ټول روغتیايي مرکزونه مکلفوي چې خپلې پالیسۍ او پروسیجرونه د فدرال او ایالت د قوانینو مطابق داسې عیارې کړي چې د ناروغانو او د خدمتونو تر لاسه کوونکيو بنسټیز حقونه تضمين کړي. د واشنګټن ایالت د روغتيا ادارې د اسنادو پر بنسټ په دې ایالت کې ټول ناروغان او له روغتيايي مرکزونو څخه د خدماتو تر لاسه کوونکي لږ تر لږه د لاندې حقونو درلودونکي دي (یادونه: دا معلومات یوازې د عامه پوهاوي په پار دي او حتمي نه ده چې قانوني استناد دې پرې وشي).

د درملنې پر مهال یې باید درناوی وشي، او هېڅ نوعه تبعیض او توپيري چلند ورسره ونه شي.

د درملنې پر مهال باید ترې ناوړه ګټنه ونه شي.

ژغورونکيو خدمتونو (Protective Services) ته باید لاسرسی ولري.

محرميت، خصوصي حریم، امنيت، معنوي روغتيا او مکالمې یې باید خوندي وي او دا چې له نورو سره له مکالمو باید منعه نه شي.

بایده دي چې له درملنې، د درملنې له پروسیجر او عواقبو څخه یې اګاه کړای شي او هم یې موافقه تر لاسه شي.

بایده دي چې له درملنې څخه د انصراف حق ورکړای شي او که د درملنې پورې اړوند کومه ستونزه پېښېږي، چې دی یې هم په حل کې دخیل کړای شي.

که د درملنې، د درملنې له پروسيجر او یا هم د درملنې کوونکي شخص یا ادارې څخه شکایت لری، بایده دي چې د شکایت له حق او پروسیجر څخه اګاه کړای شي.

کولای شي چې پرته له وېرې او پرته له دې چې درملنه یې معطل کړای شي، شکایت ثبت کړي.‌

که چېرې یې شکایت کړی وي، نو بایده دي‌ چې په وخت یې شکایت ته رسیده ګي وښی.

تر درملنې دمخه باید په لیکلې بڼه له هغو حقونو څخه خبر کړای شي چې په دغه روغتيايي مرکز کې یې لري.

که چېرې روغتيايي مرکز، د درملنې کوونکی یا هم بل څوک د ناروغ یا د خدمتونو تر لاسه کوونکيو له معلوماتو څخه په څېړنیزو پروژو کې ګټنه کوي، بایده دي چې لیکلې موافقه یې تر لاسه کړي.



Comments


MARCH 23, 2024.png
telephone-png-icon-4.jpg

(253) 289 2836

R.png

Opening Hours:

Mon - Fri: 8am - 5pm

​​Saturday: 9am - 7pm

​Sunday: 9am - 7pm

Social Media

  • Facebook
  • X
  • LinkedIn
  • Instagram
  • Youtube
!له موږ سره اړیکه ونیسئ، ډیر ژر به ځواب ترلاسه کړئ

Thanks for submitting!

© 2024 by Green Leaf Foundation. 

bottom of page