ګرين ليف فاونډېشن تاسې ته اړتيا لري او تاسې ته هر کلی وايي
ګرين ليف فاونډېشن ټولو نېکخواه او مرستندويه افرادو او اشخاصو ته بلنه ورکوي چې د دې ادارې د ماموريت په تحقق کې یې په داوطلب شکل لاسنیوی او لارښوونه وکړي. ټول نېکخواه او مرستندويه افراد او اشخاص چې نورو ته د خير او مرستې رسولو اراده لري، ګرين ليف فاونډېشن ورته تر ټولو غوره زمينه ده. ټول داوطلبان کولای شي زموږ د ماموريت په بېلابېلو لکه د چاپېريال ساتنې، ټولنیزې پياوړتيا، او ټولنیز عدالت برخو کې زموږ مرسته وکړي او ملا مو وتړي. که تاسې له موږ سره د يو داوطلب په توګه د یو ځای کېدا لېوالتيا لرئ، نو تاسې کولای شئ چې د بوټو کېنولو په کمپاين کې، د ټولنې او چاپېریال د پاکولو په کمپاین کې، په پوهنیزو ورکشاپونو کې او د چاپېریال ساتنې اړوند پالیسيو لپاره د کمپاين او عدالتغوښتنې په برخه کې زموږ ملاتړ وکړئ. په دې چارو کې ستاسې ګډون نه یوازې د ګرين لیف فاونډېشن له موخو سره مرسته کوئ، بلکې تاسې هم له ټولنې او د ټولنې له نورو غړيو سره تړل کېږئ. پر دې سربېره، که چېرې تاسې د بسپنې ورکولو او یا هم له نورو څخه د بسپنې راټولو په برخه کې زموږ لاسنیوی کوئ، یا هم زموږ د عامه پوهاوي مطالب د خپلو چینلونو له لارې خپروئ، نو په دې سره تاسې زموږ د ټیم برخه ګرځئ. که موږ یو د بل لاس ونیسو او په ګډه هلې ځلې وکړو، نو موږ به د راتلونکي نسل لپاره د ډېرو مثبتو بدلونونو بنسټ کېږدو. ګرين لیف فاونډېشن ستاسې وخت، مهارتونو او سلا مشورو ته اړتيا لري او تاسې ته هرکلی وايي.



