top of page
  • Facebook
  • X
  • YouTube
  • Instagram

ګرين ليف فاونډېشن د ټولشموله خدمتونو يوه خيريه اداره

ګرين ليف فاونډېش يوه ناسياسي، د انساني مرستو يوه ټولشموله خيريه اداره ده چې د واشنګټن ايالت له بهرنيو چارو وزارت سره رسماً ثبت شوې ده. دا اداره ژمنه ده او وياړي چې په متحده ایالاتو کې د مهاجرینو او پناه غوښتونکيو لپاره په بېلابېلو برخو کې د لاندې پروګرامونو له لارې ټولشموله خدمتونه وړاندې کوي. ګرين ليف فاونډېشن په هر حالت کې د کډوالو او پناه غوښتونکيو ملاتړ او مرسته کوي. موږ ویاړو او خوښ یوو چې په واشنګټڼ ایالت کې رسماً د خپلو فعاليتونو د پیل خبر ورکوو.

د ژبو او کولتوري پوهاوی پروګرام:

 

د ګرين ليف فاونډېشن د ژبو او کولتوري پوهاوي پروګرام د کډوالو او پناه غوښتونکيو لپاره د ژبو (انګلیسي، پښتو، دری) د زده کړې ټولګي برابروي. تاسې او یا هم ستاسې د کورنۍ غړي که د هر عمر وي، نارینه وي او که ښځینه، زموږ دا پروګرام ورته د ژبو د زده کړې ځانګړی ټولګي نیسي. زموږ  د ژبو او کولتوري پوهاوي پروګرام د ټولو (د هر عمر لرونکيو ښځينه او نارينه وو) لپاره د کولتوري او ټولنیز پوهاوي لړۍ هم لري. د دې لړۍ ګټه اخیستونکي به د ژبو پر زده کړو سربېره دا هم زده کړي چې په متحده ایالاتو کې د ژوند کولو لپاره لارې څه دي او څنګه کولای شي په اسانۍ د دې ټولنې برخه وګرځي. 

لومړنيو  اړتیاوو ته د لاسرسي پروګرام:

​

د ګرين ليف فاونډېشن لومړنيو مرستو ته د لاسرسي پروګرام د کډوالو او پناه غوښتونکيو سره مرسته کوي چې د خوراکي مرستې (Food Assistance) پروګرام ته نوملیکنه وکړي. همدارنګه که کډوال او پناه غوښتونکي په شرایطو برابر وي نو د نغدي مرستې پروګرام ته یې هم نوملیکنه کوي. همدارنګه که چېرې کډوال او پناه غوښتونکي اړتيا لري او په شرایطو برابر وي، زموږ دا پروګرام یې د ماشومانو د ساتنې ځانګړي پروګرام لپاره هم نوملیکنه کوي چې په واسطه به یې دولت د ورځې له خوا ماشوم یا ماشومانو لپاره ساتونکی وګوماري. پر دې سربېره، که چېرې کډوال او پناه غوښتونکي پر شرایطو برابر وي، زموږ لومړنيو مرستو ته د لاسرسي پروګرام ورسره د روغتيايي بیمې لپاره نوملیکنه کې هم مرسته کولای شي. پر دې سربېره، که کډوال او پناه غوښتونکي په بله هره برخه کې مرستې ته اړتیا لري،‌ له موږ سره دې اړيکه ونیسي.

د کارموندنې پروګرام:

​

د ګرین ليف فاونډېشن د کارموندنې پروګرام ټولو کډوالو او پناه غوښتونکيو ته د مناسب کار او بوختيا فرصتونه لټوي. موږ کډوالو او پناه غوښتونکيو ته د کاري فرصتونو د لټون، د غوښتنلیکونو د برابرولو او د دندې د اشغال روزنیزې ناستې برابرو. همدارنګه موږ استخداموونکيو ادارو سره همغږي رامنځته کوو چې د استخدام پر مهال د کډوالو او پناه غوښتونکيو ځانګړي مهارتونه او حساسيتونه په پام کې ونیسي. موږ استخداموونکي ادارې هڅوو چې د استخدام د پوهاوي په اړه د کډوالو او پناه غوښتونکيو لپاره لویې او کوچنۍ ناستې برابرې کړي. 

د ټولنیز ادغام پروګرام:

​

د ګرین ليف فاونډېشن د ټولنیز ادغام پروګرام هڅه کوي چې کډوالو او پناه غوښتونکيو ته داسې فرصتونه برابر کړي چې له لارې یې دوی له یو بل سره خپلې تجربې، خپلې کیسې او خپل احساسات شريک کړي. دوی به له دې لارې یو بل درک کړي او د یو بل په اړه به ښه پوه شي. دا پروګرامونه به د کولتوري غونډو او میلو په بڼه وي، د ملاتړ د ګروپونو جوړولو په بڼه او د ټولنیز عامه پوهاوي د ناستو او غونډو په بڼه به وي. 

د پوهنې او ځوانانو پروګرام:

​

د ګرین لیف فاونډېشن د پوهنې او ځوانانو پروګرام د کډوالو او پناه غوښتونکيو ځوانانو او پېغلو لپاره ځانګړي پوهنیز، د پوهاوي او مشورې فرصتونه لري. موږ د کډوالو او پناه غوښتونکيو ځوانانو او پېغلو ته د هغوی د پوهنیز او راتلونکي اکاډمیک ژوند په اړه د سلا مشورو،‌ د سکالرشیپونو د موندلو او ورته د غوښتنلیکونو د برابرولو او په دې برخه کې د هغوی د مهارتونو د لوړولو فرصتونه لرو او مرسته کوو.

د ټولنیزې پیاوړتيا پروګرام:

​

د ګرين ليف فاونډېشن د ټولنیزې پیاوړتيا پروګرام له کډوالو او پناه غوښتونکيو سره مرسته کوي چې د خپلې ټولنې لپاره ځینې اړين مهارتونه زده کړي او ورښيو چې څنګه کولای شي د خپلې ټولنې له عامه سرچينو څخه ګټنه وکړي او ځان د ټولنې برخه وګرځوي. 

د عامه پوهاوي پروګرام:

​

د ګرین لیف فاونډېشن د عامه پوهاوي پروګرام د کډوالو او پناه غوښتونکيو لپاره د عامه پوهاوي فرصتونه رامنځته کوي چې دوی په ټولنه کې د موجودو حمايوي سرچينو، له خپلو او د نورو له حقونو او آزاديو، د خپلو او نورو له مسووليتونو، په ټولنه کې د موجودو خدمتونو او له خدمتونو څخه د ګټې اخیستلو د لارو چارو او اصولو په اړه پوهاوی تر لاسه کړي. موږ دا کار د لویو او وړو ناستو له لارې، د ټولنیزو رسنيو له لارې، د بیلبورډونو او عامه پوهاوي پوسټرونو او فلیپچارټونو له لارې تر سره کوو. همدارنګه موږ په پام کې لرو چې د چاپي او ناچاپي رسنيو له لارې هم ګټه واخلو.

د بیړنيو مرستو پروګرام:

​

د ګرین ليف فاونډېشن د بېړنۍ مرستې پروګرام په بیړنيو حالاتو کې د کډوالو او پناه غوښتونکيو مرستې ته رسېږي. موږ په بیړنيو حالاتو کې کډوالو او پناه غوښتونکيو ته د خوراکي موادو مرسته رسوو، د جامو او د کور د نورو اړينو وسایلو مرسته رسوو. همدارنګه موږ به د بسپنې راټولو له لارې د کډوالو او پناه غوښتونکيو مالي ملاتړ او هغوی ته لنډمهالی پناه ځای هم برابر کړو.

د ښځو پیاوړتیا پروګرام

ګرين ليف فاونډېشن د ښځو د پیاوړتيا پروګرام له لارې په پام کې لري چې د ښځو لپاره د سواد زده کړو، ښوونځيو، کالجونو او پوهنتونونو کې د زده کړو زمينه برابره کړي.‌ ګرين ليف فاونډېشن غواړي چې ښځې هغه مهارتونه او پوهه تر لاسه کړي چې دوی پرې وکولای شي د خپل ځان او خپلې کورنۍ د ژوند ننګونې حل کړي او له دوی سره د پرېکړې کولو پر مهال مرسته وکړي. ښځې به وکولای شي چې د سواد زه کړو، د ښوونځيو او لوړو زده کړو په ترسره کولو سره په کورنۍ او ټولنه کې له خپل مثبت رول څخه خبرې شي او همدارنګه به وتوانېږي چې د خپلو او نورو له حقونو او آزاديو څخه اګاهي تر لاسه کړي او په عملي ژوند کې به یې هم د ساتنې او درناوي توانايي ولري. د مهارتونو او زده کړو په ترسره کولو سره به دوی وکولای شي چې په خپلې سیمې کې له بېلابېلو کاري او زده کړه ییزو فرصتونو څخه ګټنه وکړي او په دې ډول به د خپلې کورنۍ او ټولنې په اقتصادي وده کې د یو رول درلودونکي شي.

د ځوانانو ونډه 

ګرین ليف فاونډېشن د ځوانانو دروزنې او پیاوړتيا پروګرام له لارې غواړي چې د ټولنې ځوانانو او پېغلو ته داسې یو چاپېریال او په کې فرصتونه برابر کړي چې د هغوی په روزنه، ذهني او روغتيايي ودې کې رغنده رول ولري. ګرين ليف فاونډېشن پر دې باور چې د نن ځوانان او پېغلې د سبا رهبران او رهبرانې دي، غواړي چې د ځوانانو او پېغلو پر روزنې، د مهارتونو په ودې، په رواني او جسمي روغتيا، تمرين او نورو برخو تمرکز وکړي. ګرين ليف فاونډېشن هڅه کوي چې ټول ځوانان او پېغلې معیاري زده کړو، د مهارتونو د زده کړې او په بېلابېلو برخو کې سلا د مشورو فرصتونو ته لاسرسی ولري. د ګرین ليف فاونډېشن هڅه او هاند به دا وي چې ځوانان په خپلو کې پر سالمو رقابتونو بوخت وساتي او د دوی ترمنځ د سالمو او نېکو اړيکو له لارې په دوی کې یو د بل منل، زغم، درناوی، مرسته او لاسنیوی او د ګډ کار روحيه پياوړې کړي.

MARCH 23, 2024.png
telephone-png-icon-4.jpg

(253) 289 2836

R.png

Opening Hours:

Mon - Fri: 8am - 5pm

​​Saturday: 9am - 7pm

​Sunday: 9am - 7pm

Social Media

  • Facebook
  • X
  • LinkedIn
  • Instagram
  • Youtube
!له موږ سره اړیکه ونیسئ، ډیر ژر به ځواب ترلاسه کړئ

Thanks for submitting!

© 2024 by Green Leaf Foundation. 

bottom of page