top of page
  • Facebook
  • X
  • YouTube
  • Instagram
OK EKHTYAR SB LAST ONE.png

هجرت الله اختیار 

د ګرين ليف فاونډېشن د رئيس په توګه هجرت الله اختيار د دې ادارې د ټولو اجرايوي چارو رهبري کوي او د اړتيا په صورت کې لارښوونې ورته کوي. نوموړی هڅه کوي څاري چې دا اداره په دوامداره توګه د مسلکي او اداري پرمختګ په حال کې ده.‌ اختيار د پرېکړې کولو يوه داسې اغېزناکه پروسه رامنځته کړې ده چې له مخې به یې د یوې خيريه ادارې په توګه دا اداره خپل اوږدمهالي او لنډمهالي اهداف او موخې تر لاسه کړي.

 

  • Facebook
  • X
  • LinkedIn

اختیار په آړه!

ښاغلي هجرت الله اختيار يو اغېزناک علمي شاليد لري. نوموړي په ۲۰۱۷ز کال کې د واشنګټن پوهنتون د حقوقو پوهنځي د باثباته نړیوالې پراختيا (SID) پروګرام نه د ماسترۍ (LL.M) سند تر لاسه کړی دی. تر دې دمخه یې په ۲۰۰۸ز کال کې د ننګرهار پوهنتون له حقوقو او سياسي علومو پوهنځي څخه لسانس تر لاسه کړی دی. په ۲۰۱۵ز کال کې ښاغلي اختيار د واشنګټن پوهنتون د حقوقو پوهنځي په (Visiting Scholar) پروګرام کې برخه اخيستې. پر دې سربېره، نوموړي په ۲۰۱۳ز کال کې د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت په (International Visitor Leadership Program) کې هم برخه اخيستې ده.‌

د ښاغلي اختيار مسلکي تجربې هم د پام وړ دي. نوموړي په بېلابېلو برخو کې خدمتونه کړي دي. د بېلګې په توګه له ۲۰۲۲ز کال څخه تر ۲۰۲۳ز کال پورې یې د میشیګن پوهنتون په حقوقو پوهنځي کې د نړيوالو او مقایسيوي حقوقو د څېړونکي په توګه کار کړی دی. له ۲۰۱۲ز کال څخه تر ۲۰۲۱ز کال پورې یې د ننګرهار پوهنتون په حقوقو او سياسي علومو پوهنځي کې د استاد په توګه دنده تر سره کړې ده. له دې سره په څنګ یې له ۲۰۱۸ز کال څخه تر ۲۰۲۱ز کال پورې د ننګرهار د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئیس هم پاتې شوی دی. تر دې دمخه له ۲۰۱۱ز کال څخه تر ۲۰۱۴ز کال پورې د افغانستان په ختیځ کې د جګړې او سولې د راپور ورکونې انسټيټيوټ يا (IWPR) د ساحوي همغږي کوونکي په توګه هم دنده تر سره کړې ده.

په بېلابېلو څانګو کې د کاري تجربې او ژمنتيا په درلودلو سره سره ښاغلی اختيار غواړي چې په واشنګټن ایالت کې د ګرین ليف فاونډېشن د رئيس په توګه خپله مسلکي او کاري پوهه او تجربه لا غني کړي. 

آړیکه:

موږ د هر یو وګړي لپاره د ښه او هوسا ژوند او فرصتونو په لټه کې یو. راځئ چې په ګډه کار وکړو او دې موخې ته په بریالیتوب سره لار ومومو.

MARCH 23, 2024.png
telephone-png-icon-4.jpg

(253) 289 2836

R.png

Opening Hours:

Mon - Fri: 8am - 5pm

​​Saturday: 9am - 7pm

​Sunday: 9am - 7pm

Social Media

  • Facebook
  • X
  • LinkedIn
  • Instagram
  • Youtube
!له موږ سره اړیکه ونیسئ، ډیر ژر به ځواب ترلاسه کړئ

Thanks for submitting!

© 2024 by Green Leaf Foundation. 

bottom of page