top of page
  • Facebook
  • X
  • YouTube
  • Instagram
OK DANISH GREEN LEAF_edited_edited.jpg

محمد نادر دانش 

د ګرين ليف فاونډېشن د اجرائیوي رئیس په توګه محمد دانش دنده لري چې د دې ادارې د اجراآتو لپاره اوږدمهاله،‌ منځمهاله او لنډمهاله پلانونه جوړ کړي. د دې ادارې لپاره بسپنې راټولې او تر لاسه کړي او د ادارې د ټولو څانګو له ورځنيو فعاليتونو او اجرااتو څخه ځان ډاډمن کړي چې د ادارې له لیدلوري، ماموريت او موخو سره سم تر سره کېږي. پر دې سربېره، دانش د ګرين ليف فاونډېشن لپاره دواطلبان هم هڅوي چې په وړيا توګه د دې ادارې د موخو د تحقق لپاره کار وکړي. همدارنګه دانش دنده لري چې له نورو همکارو او دخيلو ادارو او بنسټونو سره د یو ځای کارکولو لپاره زمینه سازي وکړي.

  • Facebook
  • X
  • LinkedIn

د دانش  په اړه !

محمد دانش په ملي او نړیوالو ادارو کې د کار کولو وياړ لري. د بېلګې په توګه د متحده ایالاتو د پراختيايي مرستو له ادارې سره، د متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت سره، د کډوالو لپاره د ناروې پلاوي سره، د افغانستان له نړیوال بانک سره، د نړیوالو ټولنیزو مرستو له بنسټ سره.

په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ناروې پلاوي سره د کار کولو له لارې ښاغلی دانش له داخلي بېځايه شویو کسانو سره د کار کولو ښه تجربه لري. نوموړي له یادې ادارې سره د حقوقي متخصص او روزونکي په توګه دنده تر سره کړې ده چې په دې برخه کې به یې څېړنې ترسره کولې، او داخلي بېځایه شوي کسانو ته به یې د بشري حقونو،‌ فامیل حقوق، د ملکيت حقوق او د میراث د حقوقو په اړه روزنې ورکولې. دانش د افغانستان د مدافع وکیلانو له خپلواکې ټولنې سره د مدافع وکيل په توګه ثبت او راجستر و،‌ نو پر همدې بنسټ یې د (دانش حقوقي خدمتونه) په نوم د حقوقي خدمتونو يوه خيريه اداره هم پرمخ بيوله چې بېوزله خلکو ته به یې وړيا حقوقي سلا مشورې او نور خدمتونه کول.

ښاغلی دانش له بېلابېلو ملي او نړیوالو ادارو سره تر پینځه لسو کلونو زياته تجربه لري. په همدې خاطر ګرين ليف فاونډېشن له کډوالو او بېځايه شويو خلکو سره د نوموړي کار،‌ تجربې او په دې برخه کې د نوموړي څېړنو او حقوقي پوهې ته د غنيمت په سترګه ګوري.

آړیکه:

موږ د هر یو وګړي لپاره د ښه او هوسا ژوند او فرصتونو په لټه کې یو. راځئ چې په ګډه کار وکړو او دې موخې ته په بریالیتوب سره لار ومومو.

MARCH 23, 2024.png
telephone-png-icon-4.jpg

(253) 289 2836

R.png

Opening Hours:

Mon - Fri: 8am - 5pm

​​Saturday: 9am - 7pm

​Sunday: 9am - 7pm

Social Media

  • Facebook
  • X
  • LinkedIn
  • Instagram
  • Youtube
!له موږ سره اړیکه ونیسئ، ډیر ژر به ځواب ترلاسه کړئ

Thanks for submitting!

© 2024 by Green Leaf Foundation. 

bottom of page