
دوکتور کاملیا سرور ي
د ګرین ليف فاونډېشن د پوهنې د څانګې د رئیسې په توګه آغلې دوکتوره کاميلیا سروري څېړنې کوي، د ښوونیزو او روزنيزو پروګرامونو لپاره نصاب جوړوي، د ښوونې او تدريس لپاره میتودونه او لارې ټاکي او د بېلابېلو درسي پروګرامونو لپاره درسي مواد تعینوي چې ښوونکي او د پوهنیزو پروګرامونو ګډونوال یې تعقیب کړي. نوموړې همدارنګه د ځوانانو او مشرانو لپاره د پوهنیزو پروګرامونو په ځانګړيو ټولګيو جوړولو کار کوي، د ورکشاپونو په ډیزاین بوخته ده او غواړي چې ومومي څنګه د پاخه عمر خلکو لپاره د سواد زده کړه اسانه او شونې کړي. د ګرين ليف فاونډېشن په استازولۍ آغلې دوکتوره کامیلیا سروري دنده لري چې له ښوونځيو، پوهنتونونو، سوداګریزو بنسټونو او نورو خيريه ادارو سره اړيکې جوړې کړي او ویې وپالي. پر دې سربېره، نوموړې د زده کړو او پوهنیزو پروګرامونو په برخه کې د ځوانانو او پاخه عمر لرونکيو ګډونوالو لپاره د باتجربه سلاکارې رول هم لري.
د اغلې دوکتور کامیلیا سروري په آړه!
په داسې حال کې چې آغلې دوکتوره کاميليا سروري د Deng. Duke University د MBA ډګرۍ لپاره کاندیده ده، نوموړې خپلې لوړې زده کړې په بېلابېلو څانګو کې ترسره کړي دي. په همدې خاطر نوموړې د ګرين ليف فاونډېشن د پوهنیز مرکز د مشرې په توګه دنده پر مخ وړي. آغلې دوکتوره کاميلیا د پوهنیزو پروګرامونو په برخه کې د تجربې، عدالتغوښتنې او رهبرۍ په برخو کې لويه پانګه ده. نوموړې په واشنګټن ډي سي کې له جورج واشنګټن پوهنتون څخه په سایبري امنیت کې دوکتورا تر لاسه کړې ده او په فلوریډا کې یې د فلورېډا د ټيکنالوژۍ له انسټیټيوټ څخه په سایبري امنيت کې ماستري تر لاسه کړې ده. همدارنګه نوموړې د مالیکولر بیالوژۍ او بایوکیمیا په برخه کې له واشنګټن پوهنتون څخه د لسانس سند لري.
دمخه تر دې چې آغلې سروري له ګرين ليف فاونډېشن سره یو ځای شي، نوموړې د مرستې او هڅونې (Help and Inspire) په نوم د یوې خيريه ادارې رياست پر غاړه درلود. په دې اداره کې نوموړې د رهبرۍ او ستراتیژيک لرلید په برخه کې خپل فوق العاده استعداد ښودلی دی. همدارنګه د روغتيا او په ځانګړې توګه له ناروغانو سره د کار کولو لپاره د نوموړې ځانګړې ژمنتيا د دې لامل ده چې نوموړې له ۲۰۱۳ز کال راهیسې د واشنګټن پوهنتون له طبي مرکز سره کار کوي. د نوموړې پر رسمي او مسلکي خدماتو سربېره، هغې د ټولنې له بېلابېلو خيريه اداره سره هم خپله همغږي ساتلې ده او همدا لامل دی چې په ځینو ادارو کې د رئیسې، په ځینو کې د ویاندې او په ځینو کې د ښوونکې په توګه مسووليت ورسپارل شوی دی. پر دې سربېره، نوموړې لا هم په ډي سي کې د جورج واشنګټن پوهنتون د UICC د شورا فعاله غړې ده او له دې لارې د پوهنتون په علمي محیط کې خپله ونډه لري. همدارنګه آغلې کاميليه د افغان – امريکايي کولتوري ټولنې یا (AACA) فعال غړيتوب هم لري. له ۲۰۱۶ز کال راهیسې د واشنګټن پوهنتون د مشترک فنډ د غړيتوب وياړ هم لري. له دې ټولو څخه معلومېږي چې نوموړې له ټولنیزو ادارو او ټولنیزو خدماتو سره څومره علاقه لري.
له مسلکي او کاري مهارتونو وراخوا آغلې کاميليا سروري په څو ژبو د افهام او تفهيم توانايي لري چې له امله یې د ټولنې له بېلابېلو ګروپونو او اقشارو سره قوي تړاو لري. پر دې سربېره، دا چې نوموړې په مالیکولي بیالوژۍ، بیاکیمیا، سایبري امنيت، پوهنې او د ټولنیزې دخيلتیا په برخه کې زده کړې او کار کړی دی، نو ځکه خو نوموړې د ګرين ليف فاونډېشن پوهنيز مرکز د پر پښو ودرولو او لا پیاوړتيا لپاره يوه آیډیاله رهبره ګڼل کېدای شي.
اړیکه:
موږ د هر یو وګړي لپاره د ښه او هوسا ژوند او فرصتونو په لټه کې یو. راځئ چې په ګډه کار وکړو او دې موخې ته په بریالیتوب سره لار ومومو.
