د خالد لودین په آړه!
ښاغلي لودين تر دې دمخه د واشنګټن پوهنتون په نړیوال کلینکي څېړنیز مرکز کې د عملياتي پروګرام د مختصص په توګه دنده درلوده. پر دې سربېره، نوموړي په تېرو دوو لسیزو کې کلونه کلونه د متحده ایالاتو د پراختيايي مرستو له ادارې، د برېتانيايي د نړیوالې پراختيايي مرستې ادارې او نورو نړیوالو مرستندويه ادارو سره په بېلابېلو برخو کې کار کړی دی لکه د پروګرام مسوول، د پروګرام مدير او د پروژې مدیر. ښاغلی لودین د بسپنې په مدیریت او پروپوزل لیکنه کې ځانګړی مهارت لري. نوموړی د پروژو د بودیجې د مدیریت په برخه کې کلونه، کلونه له نړیوال بسپنه ورکوونکو ادارو سره کار کړی دی او پوهیږي چې په نړیواله کچه د بسپنه ورکوونکیوو ادارو غوښتنې، اصول او محدودیتونه څه دي. د پروژې د مدیریت او ساحې څخه ښاغلی لودین د پروژې د دوران په برخه کې ځانګړی تخصصي زده کړې او کاري تجربه لري، له همدې امله ښاغلی لودین ګرین لیف فاوډېشن ته په راتګ سره له ځان سره د بسپتنې موندنې، پروپوزل لیکنې، د پروژو د مدیریت او د پروژو د دوران او ... په برخو کې د تخصص او تجاربو یوه ځانګړې پانګه هم راوړې.
اړیکه:
موږ د هر یو وګړي لپاره د ښه او هوسا ژوند او فرصتونو په لټه کې یو. راځئ چې په ګډه کار وکړو او دې موخې ته په بریالیتوب سره لار ومومو.

