top of page
  • Facebook
  • X
  • YouTube
  • Instagram
IMG_3271_edited.jpg

احمد شیر عابد 

د دې لپاره چې ګرين ليف فاونډېشن له خپل اوږدمهاله موخو سره سم له ټولنو او نورو دخيلو خواوو سره مشترک کار وکړای شي،‌ نو د دې ادارې د عامه اړيکو او عامه پوهاوي د رئیس په توګه ښاغلی احمد شېر عابد د عامه اړيکو او پوهاوي ستراتيژي جوړوي او عملي کوي یې. نوموړی هڅه کوي چې د ټولنو له مشرانو سره اړيکې جوړې کړي او ویې پالي، همدارنګه د نورو ورته خيريه ادارو سره دواړه اړخیزه مثبتې اړيکې جوړې کړي او ویې پالي. پر دې سربېره، د نوموړي دنده ده چې د عامه پوهاوي او عامه خبرتياوو په موخه په بېلابېلو بڼو مواد برابر کړي، ناستې پلان او ونیسي، ورکشاپونه برابر کړي او د ادارې د لیدلوري، ماموريت، موخو او کارونو په اړه خلکو ته معلومات ورسوي. پر دې سربېره، د عامه پوهاوي د ټیم د غړيو مدیريت او رهبري د نوموړي دنده ده. پر دې سربېره د ټیم لپاره ګومارل، روزل او د کارونو ارزول چې د ټیم چارې د ادارې له پالیسۍ، موخو او معیارونو سره برابرې دي کنه، هم د نوموړي په دندو کې شاملېږي.

  • Facebook
  • X
  • LinkedIn

د احمد شیر عابد په آړه!

ښاغلي احمد شېر عابد خپل علمي سفر په افغانستان کې د کرنیز اقتصاد په برخه کې د لسانس په تر لاسه کولو سره پیل کړی دی. په تېرو دوو لسيزو کې نوموړي له بېلابېلو ادارو سره د کار کولو لپاره د مسلکي او علمي تجربې ستره پانګه تر لاسه کړې ده. نوموړي د متحده ایالاتو له بهرنيو چارو وزارت سره، د هوايي ډګر د عملياتو د مديريت په برخه کې، د مشتريانو د خدمتونو په برخه کې،‌ د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې او د امنيت په برخه کې کلونه کلونه کار کړی دی او تجربې لري.

له اړمنو خلکو سره د نوموړي تلپاتې ژمنتيا هغه د دې جوګه کړی دی چې له تېرو شلو کلونو راهیسې په ټولنیزو خدمتونو کې دخيل او بوخت پاتې شي.‌ له همدې امله نوموړی په واشنګټن ایالت کې د افغان ـ امریکايي کولتوري ټولنې له بنسټ ایښودونکيو څخه دی. پر دې سربېره، نوموړی له No One Left Behind ادارې سره هم کار کوي تر څو په افغانستان کې بند پاتې افغانان او د هغوی کورنيو ته په قانوني توګه د مهاجرت زمينه مساعده کړي. په یادو دواړو ادارو کې د نوموړي وجود د دې لامل شوی دی چې په زرګونو افغان او د نورو هېوادونو مهاجرو، پناه غوښتونکيو او اړمنو خلکو ته د اړتيا پر مهال رسیده ګي وشي او اړتياوې یې پوره شي.‌

په اکاډميکه برخه کې هم د ښاغلي عابد لاسته راوړنې د یادونې وړ دي. نوموړی یو لسانس د واشنګټن له مرکزي پوهنتون څخه په اداري مدیريت کې لري او بل لسانس له ننګرهار پوهنتون څخه په کرنیز اقتصاد کې لري.

ګرين لیف فاونډېشن د نوموړي ژمنتيا، خلوص، لوړې زده کړې او اوږده کاري او مسلکي‌ تجربه يوه نایابه پانګه ګڼي.

اړیکه:

موږ د هر یو وګړي لپاره د ښه او هوسا ژوند او فرصتونو په لټه کې یو. راځئ چې په ګډه کار وکړو او دې موخې ته په بریالیتوب سره لار ومومو.

MARCH 23, 2024.png
telephone-png-icon-4.jpg

(253) 289 2836

R.png

Opening Hours:

Mon - Fri: 8am - 5pm

​​Saturday: 9am - 7pm

​Sunday: 9am - 7pm

Social Media

  • Facebook
  • X
  • LinkedIn
  • Instagram
  • Youtube
!له موږ سره اړیکه ونیسئ، ډیر ژر به ځواب ترلاسه کړئ

Thanks for submitting!

© 2024 by Green Leaf Foundation. 

bottom of page