top of page
  • Facebook
  • X
  • YouTube
  • Instagram

سیکشن ۸ (د کورونو د کرایو د مرستې پروګرام)

Mar 31, 2024
2 min read

آیا تاسې د واشنګټن سټيټ سياټل ښار په شاوخوا سیمو کې مېشت یاست؟ که ځواب مو هو وي، نو آیا تاسې د سیکشن ۸ په اړه معلومات لرئ؟

دمخه تر دې چې د سیکشن ۸ په اړه پوه شئ، لومړی باید پر دې پوه شئ چې د ۲۰۲۴ز کال د جنوري پر ۱۷مه نېټه د سياټل د کورنو د تنظیم اداره Seattle Housing Authority د سیکشن ۸ یا د کورنو د کرایې په برخه کې د مرستې تر لاسه کولو لپاره غوښتنلیکونه اخیستل پیل کړل چې لا یې هم اخلي. غوښتنلیک هر څوک استولی شي، د کورنۍ مشر او حتا فرد هم که په یوازې ډول له خپلې کورنۍ څخه پرته اوسېږي.

سیکشن ۸ (Section 8 په حقیقت کې د متحده ایالاتو د ۱۹۳۷ کال د کورونو د تنظیم د قانون اتمې برخې ته راجع دی چې د کورونو د کرایو په برخه کې د کم عاید درلودونکيو کورنيو او افرادو سره د کرایې د مرستې په اړه ده.‌ د کورونو د کرایې د مرستې دغه پروګرام (سیکشن ۸) په کال ۱۹۷۴ کې د کورونو او د ټولنیزې پراختيا د قانون په تصویبېدا سره تعديل او پراخه شو.

که غواړئ چې د سياټل ښار په سیکشن ۸ کې ګډون وکړئ، نو دې پروګرام کې د ګډون کولو لپاره غوښتنلیک په وړيا ډول د (www.seattlehousing.org) له لارې جمع کولای شئ.‌ که کومې بلې ادارې یا وېبسایټ له تاسې څخه د غوښتنلیک د جمعه کولو لپاره د پیسو غوښتنه کوله، نو هغه به یوه دوکه وي، تاسې اړ نه یئ چې چا ته په دې اړه پیسې ورکړئ.‌ د غوښتنلیک د جمع کولو لپاره تاسې اړ یاست چې په یاد وېبسایټ کې خپل حساب جوړ کړئ او بيا د خپل حساب له لارې په انلاین بڼه غوښتنلیک وسپارئ.

دا ځل د غوښتنلیکونو د اخیستلو لړۍ د نور کله پر خلاف، همداسې پرانیستې پاتې کېږي. کله چې تاسې غوښتنلیک له اړينو اسنادو سره وسپاره، ستاسې غوښتنلیک به وارزول شي او له هغې وروسته که چېرې تاسې په یاد پروګرام کې د ګډون وړ وګڼل شوئ، نو ستاسې نوم به د منتظرینو په لیست Waiting List کې شامل شي. د منتظرينو له لیست څخه نومونه هغه مهال په توکلي توګه Randomly انتخابېږي،‌ کله چې په پروګرام کې د مرستې لپاره فرصتونه راپیدا کېږي.‌

که چېرې تاسې د دې نوي فرصت په اړه نورې پوښتنې لرئ او یا هم غواړئ چې ډېر معلومات تر لاسه کړئ، نو د سیاټل د کورونو د تنظیم وېبپاڼې www.seattlehousing.org ته سر ورښکاره کړئ او یا هم د دې پوسټ په پای کې لینک باندې کلیک کړئ. که چېرې د غوښتنلیک د ډکولو پر مهال مرستې ته اړ یئ، یا هم غواړئ چې لاس په لاس خپل غوښتنلیک د دې ادارې استازي ته وسپارئ، یا هم که چېرې تاسې د معلوليت له امله د غوښتنلیک د ډکولو په پروسه کې لاسنیوي ته اړتيا لرئ، او یا هم که چېرې تاسې په خپله ژبه ژباړن ته اړتيا لرئ، نو تاسې کولای شئ چې له یادې ادارې سره په (206-239-1674) شمېره اړيکه ونیسي او یا هم ورته په دې برېښنالیک پته voucherlist@seattlehousing.org برېښنالیک واستوئ. له یاده مه وباسئ چې د غوښتنلیکونو د منلو لړۍ پیل شوې ده، همدا نن لاس په کار شئ، او خپل غوښتنلیک وسپارئ.

Related Posts

See All

Comments


MARCH 23, 2024.png
telephone-png-icon-4.jpg

(253) 289 2836

R.png

Opening Hours:

Mon - Fri: 8am - 5pm

​​Saturday: 9am - 7pm

​Sunday: 9am - 7pm

Social Media

  • Facebook
  • X
  • LinkedIn
  • Instagram
  • Youtube
!له موږ سره اړیکه ونیسئ، ډیر ژر به ځواب ترلاسه کړئ

Thanks for submitting!

© 2024 by Green Leaf Foundation. 

bottom of page