له سور څراغ څخه د موټر چلوونکي سرغړونې پورې آړوند قوانین:
له ټاکل شوي سرعت څخه د موټر تیزچلولو او دریدو ( توقف) نښو ترافیکي سرغړونو ترڅنګ پر یوې بلې موضوع پوهېدل هم ډير مهم دي، چې هغه له سور څراغ څخه د تېریدلو سرغړونه او جرمانه ده.
د متحده ایالاتو په ډیرو ایالتونو کې عمومي سرکونه او څلور لارې ترافیک د آتومات کیمرو په واسطه کنترولېږي. کله چې موټرچلوونکی له سور څراغ څخه تېر شي، کیمره په آتومات ډول د موټر تصویر اخلي او ویدیو یې ثبتوي.
د ترافیکي نښو قوانین:
ترافیکي نښې او قوانین د متحده ایالاتو په ټولو ایالاتو کې تقریباً یو شان دي. د شنه څراغ معنی داده چې، موټر چلوونکی د حرکت اجازه او حق لري، مګر د سور څراغ او ژیر څراغ په اړه د دولت قوانین په ځينو ایالاتو کې یو څه توپیر لري.
سور څراغ:
کله چې موټر چلوونکی سور څراغ ته نږدې شي، نو مخکې له دې چې د نښه شوي حد کرښې یا د پلي تېریدو نښې ته ورسېږي باید موټر ودروي؛ موټر چلوونکی تر هغې باید ولاړ پاتې شي تر څو سور څراغ مړاو شین څراغ روښانه شي.
موټر چلوونکی کولای شي په یو طرفه سرک کې کیڼ لوري ته وګرځي یا په لومړي سر کې سور څراغ نښې ته د بشپړ تم کیدلو وروسته ښې خواته وګرځي، خو که چېرته کومه بله د توقف یا ودریدو نښه شتون ونه لري او مخنیوی یې وکړي.
البته له پورته قانون څخه د نیویارک ښار مستثنا دی، په دې معنی چې د نیویارک په ښار کې له سور څراغ څخه په هر حالت کې تېریدل ترافیکي سرغړونه ده، یعنې له بشپړ توقف وروسته هم تر څو چې څراغ سور وي او شین شوی نه وي کین او ښې لور ته چلوونکی نشي ګرځېدلی. د نیویارک ښار ولې مستثنا دی؟ د متحده ایالاتو ترافیکو په قوانینو کې راغلي چې کوم ښار یومیلیون او یا تر یو میلیون ډير نفوس ولري هلته له سور څراغ څخه تېریدل په هر حالت کې ترافیکي سرغړونه کې حسابېږي، په دې حساب د نیویارک ښار یواځینی ښار دی چې نفوس یې تر یو میلیون اوښتی، نو د سور څراغ دا قانون په کې د پام وړ او سرغړونکی یې جرمانه کېږي.
ژیړ څراغ:
د متحده ایالاتو په ډیرو ایالتونو کې ژیړ څراغ د خبردارۍ په معنی دی، ژیړ څراغ ترافیک او چلوونکو ته خبرداری ورکوي چې څراغ د سور کېدو په حالت کې دی او د درېدو یا توقف لپاره ځان چمتو کړئ.
یا په بل عبارت، کله چې څراغ ژیړ شي او د موټر مخکینی څرخ ( ټایر) د سرک څخه پلي تېریدو نښې یا موټر درېدو نښې څخه تېره شوي وي او څراغ لا هم زیړ وي نو موټر چلوونکی کولای شي حرکت ته دوام ورکړي که څه هم هغه مهال څراغ سور شي.
په ځینو ایالتونو کې لکه؛ اوریګن، میشیګن، نیبراسکا، نیوجرسي او ویسکانسن ایالت کې چلوونکی اړ دی چې که ودرېدل خطرناک نه وي او د ټکر سبب نه کېږي ژیر څراغ ته د رسیدو سره سم ودریږي، خو که د ټکر یا بل کوم خطر احتمال نه وي او موټر چلوونکی ژیر څراغ ته ونه درېږي نو ترافیکي سرغړونه کې حسابېږي او جرمانه کېږي.
د سور څراغ جرمانې ټکټ نه ورکول یا په محکمه کې د جرمانې ټکټ نه ورکړې څخه دفاع:
د سور څراغ جرمانې نه ورکړه یا نه ورکړې څخه دفاع په دې پورې اړه لري چې جرمانې ټکټ درته د پولیس افسر له خوا لاس په لاس درکړل شوی او که د ترافیکو کنترول آتومات کیمرو له خوا تصویر اخیستل شوی او بیا درته کور ته جرمانې یا سرغړونې ټکت لېږل شوی.
د ترافیکو آتومات کیمرو له خوا د سور څراغ سرغړونې ټکټ جرمانه:
معمولاً د ترافیکو کنترول آتومات کیمرې د چلوونکي د موټر تصویرونه او د سرغړونې په وخت کې ویدیو ثبتوي، نو که سرغړونه په رښتیا شوې وي دا به ستونزمنه وي چې موټر چلوونکی په محکمه کې د قاضي پر وړاندې استدلال وکړي او له سرغړونې منکر شې، ځکه قاضي په محکمه کې د سرغړونکي کس یا چلوونکي سره یو ځای تصویرونه او سرغړونې حالت ویدیو چې د ترافیکو پولیسو په ځانګړې وییپاڼه کې پرته وي ګوري او له ثبت شوې ویدیو منکرېدل به ناشوني وي. که چېرته سرغړونکی خپله تېروتنه ومني او له قاضي وغواړي چې جرمانه یې راکمه کړي او یا و وايي چې ټوله جرمانه په یو ځل نه شم پرې کولی، دوه درې میاشتو کې به یې ورکړم؛ نو قاضي په خپل صلاحیت د سرغړونکي مدني حالت، او عوایدو په نظر کې نېولو سره یا جرمانه نیمايي کوي او یا هم حکم کوي چې هره میاشت دی معلوم مقدار تحویل کړي چې درې څلور میاشتو په موده کې ټوله جرمانه تحویل شي.
که چلوونکی محصل یا زده کوونکی وي، نو قاضي ورته دا وړاندیز هم کوي، که چیرته په یوه خیریه ټولنه کې ټولنیز کار وکړې البته په ټاکل شوې نېټه کې چې د قاضي له خوا تعینیږي ( نېټه، وخت او کاري ساعتونه قاضي ټاکي) او له خیریه ټولنې د کاري ساعتونو بشپړېدو لیک محکمې ته راوړي، نو جرمانه بخښل کېږي اوټولنیز خیریه فعالیت د جرمانې په ورکړه کې حسابېږي.
که سرغړونکی و وايي چې د سرغړونې پرمهال زه په خپل موټر کې نه وم او موټر کوم بل کس چلولو، نو باید ثابته کړي چې بل کس څوک و له ثبوت وروسته به جرمانې ټکت د هغه کس په نوم لیکل کیږي چې د سرغړونې پر مهال موټر ته ناست و.
د پولیس افسر لخوا صادر شوی د سور څراغ سرغړونې جرمانې ټکت:
د پولیس افسر له خوا صادر شوي سور څراغ ټکت په مسله کې چې کله خبره محکمې ته لاړه شي نو اکثر وخت پولیس افسر حاضریږي او شاهدي ورکوي چې له سور څراغ څخه سرغړونکی یې لیدلی او ټکټ یې ورکړی، خو کله، کله داسې هم کېږي چې پولیس افسر محکمې ته نه حاضريږي یا د بوختیا له امله او یا هم په هر بل علت چې وي، نو بیا د موټر چلوونکی قاضي په مخ کې منکر شي وایي چې نه، ما سرغړونه نه ده کړې، دلته کوم ثبوت هم نه وي شاهد هم حاضر نه شي، قاضي چلوونکي ته برات ورکړي او سرغړونکی نه ګڼل کېږي.
یا په بل عبارت، د پولیس افسر له خوا صادر شوی ټکت، اکثر وخت د قاضي په مخکې د چلوونکي استدلال پورې اړه لري، مثلاً وايي چې، زه سور څراغ ته څو ثانيي ودریدم بشپړ توقف مې وکړ او بیا ښي اړخ ته تاو شوم، یا وايي چې څراغ زیړ و، زما د موټر مخکیني څرغ ( ټایر) د توقف له نښې اوښتی و بیا څراغ سور شو، نو ځکه زه ونه دریدم او دا حالت پولیس افیسر سم نه دی لیدلی ماته یې ټکټ ناحق راکړی. دا چې پولیس افسر سره کوم ثبوت نه وي لکه د سور څراغ آتومات کیمری تصویر یا ویدیو په شان نو قاضي د چلوونکي په برات حکم کوي. لنډه دا چې که د سور څراغ څخه سرغړونې ټکټ د پولیس افسر له خوا لاس په لاس صادر شوی وي، نو په محکمه کې که چلوونکی سم استدلال وکړي د قضيي د ګټلو چانس لري.
له سور څراغ څخه د سرغړونې پاېلې:
په ډیرو ایالتونو کې له سور څراغ څخه تېریدل ترافیکي سرغړونه ده او چلوونکی نقدي جریمه کېږي، د سور څراغ ترافیکي سرغړونې په صورت کې بند یا قید نشته. د نقدي جریمي اندازه د هر ایالت قانون پورې اړه لري چې معمولاً له پنځوس امریکايي ډالرو څخه تر پنځه سوه امریکايي ډالرو پوره وي.
په ځينو ایالتونو کې دې ته هم کتل کېږي چې چلوونکي تر دې مخه هم له سور څراغ سرغړونه کړې او کنه، مخکینۍ سرغړونې ته په کتلو نوي جریمه ښایي ورته نظر د قاضي په قضاوت ډیره وټاکي.
د یادونې وړ ده چې په ځينو ایالتونو کې له سور څراغ څخه د ترافیکي سرغړونې موضوع د چلوونکي اسنادو ته نه شاملیږي او کوم زیان ورته نه رسوي، خو د سور څراغ سرغړونې په هکله د ځينو ایالتونو قوانین توپير لري او دا سرغړونه د چلوونکي اسنادو ته رسیږي چې له امله یې د موټر بیمه لوړیږي او متکرري سرغړونې په صورت کې ښایي له چلوونکي څخه د موټر چلولو امتیاز د موقت وخت لپاره واخیستل شي.
يادونه: په وېبپاڼو او نورو خپروونکيو وسیلو کې د ګرین لیف فاونډیشن تولید شوي، مواد له مخکینۍ اجازې څخه پرته جواز نه لري.






Comments