top of page
  • Facebook
  • X
  • YouTube
  • Instagram

له لرې واټن څخه د هر کلي او ځای پر ځای کولو نوی پروګرام

Mar 30, 2024
3 min read

متحده ایالاتو ته ګڼ افغانان د مهاجرت د ځانګړو ویزو یا (Special Immigrant Visas) له لارې راځي. له تېرو دوه دوه نیمو کلونو راهیسې ګڼ افغانان چې د مهاجرت د ځانګړو ویزو پر شرایطو برابر وو، دې ویزو ته یې غوښتنلیکونه واستول او له نېکه مرغه ډېرو یې تر لاسه کړې او تر لاسه کوي یې. هغوی چې د مهاجرت ځانګړې ویزې یې تر لاسه کړي دي، په درېیمګړيو هېوادونو کې د مهاجرت نړیوال سازمان یا (IOM) ته منتظر دي چې متحده ایالاتو ته د سفر لګښت او امکانات یې ورته برابر کړي. ځینې افغانان چې د مهاجرت ځانګړې ویزې یې تر لاسه کړي دي، خو په متحده ایالاتو کې دننه د بیامېشتېدنې یوې ادارې ته منتظر دي چې کیس Case یې ومني او دلته په رارسېدو سره د بیا میشتېدنې او بوختېدنې په برخه کې لاسنیوی وکړي.

دا چې د مهاجرت پر نړیوال سازمان او په متحده ایالاتو کې دننه د بیامیشتېدنې Resettlement پر ادارو باندې کارونه زیات دي، نو دوی هم اړ دي چې هغه افغانان چې نوي نوي یې د مهاجرت ځانګړې ویزې تر لاسه کړي دي، د منتظرینو په لیست Waiting list کې ولیکي. متحده ایالاتو ته په شخصي لګښت د الوتکې ټکټ کول د یوې کورنۍ لپاره ډېرې پیسې کېږي. پر دې سربېره، که یوه کورنۍ په شخصي ډول (د مهاجرت د نړیوال سازمان له همکارۍ او په متحده ایالاتو کې دننه د بیامېشتېدنې ادارو له توافق پرته) راشي، نو د بیا میشتېدنې قضیه او پروسه مجبوراً باید شخصاً خپله یا هم د خپلو نږدې دوستانو په مرسته پرمخ یوسي.

په همدې خاطر ډېر خلک د میاشتو میاشتو له راهیسې د منتظرینو په لیست کې خپل نوبت ته منتظر دي.

اوس اوس د متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړه چې هر څوک چې د مهاجرت ځانګړې ویزې یې تر لاسه کړي دي، اړ نه دي چې نور د مهاجرت نړیوال سازمان ته د ټکټونو د لګښت او یا هم د متحده ایالاتو دننه د بیامېشتېدنې ادارو ته د هغه د قضیې د اخیستلو لپاره منتظر شي. ځکه د بهرنيو چارو وزارت د مهاجرت د ځانګړيو ویزو لرونکيو لپاره له لرې واټن څخه د هر کلي او ځای پر ځای کولو پروګرام یا (Virtual Reception and Placement) په پام کې نیولی دی. دا پروګرام به د ۲۰۲۴ز کال د مارچ د میاشتې له څلورمې نېټې څخه وروسته پلی کېږي. په دې پروګرام کې به د مهاجرت د ځانګړې ویزې لرونکی شخص یا کورنۍ له لرې واټن څخه یو Case Worker ولري چې له نوموړي سره به له لرې واټن څخه د برېښنالیک، ګوګل میټ، وټس آپ او نورو وسیلو په وسيله اړيکه ساتي، مجلس او لارښوونې به ورته کوي، خو شخص به له لارښوونو سره سم نورې ټولې چارې خپله یا هم د خپلو نږدې دوستانو په مرسته پرمخ بیايي. له لرې واټن څخه د هر کلي او ځای پر ځای کولو پروګرام کې به د ځانګړي مهاجرت ویزو لرونکې کورنۍ هر غړی (۱۳۲۵) ډالر د ډیبیت کارت په بڼه پر خپل پوستي ادارس تر لاسه کوي او د بیامیشتېدنې ادارو څخه به کرایه او د کور سامان الات نه تر لاسه کوي. دغه شخص به کور هم خپله ځان ته پیدا کوي،‌ همدارنګه شخص به خپل ماشومان په ښوونځيو کې خپله شاملوي، حکومتي مرستو ته لکه روغتیايي بیمې او د خوراکي موادو د مرستې لپاره به خپله نوملیکنه کوي، اسناد او غوښتنلیک به خپله اړونده ادارې ته سپاري. ډاکتر به خپله ځانته پیدا کوي او له ډاکتر سره به وخت خپله ځان ته اخلي. د انګلیسي ژبې ټولګيو ته، یا هم د نورو مسلکي زده کړو لپاره به په کالجونو کې نوملیکنه خپله کوي. پر دې ټولو سربېره دغه شخص به خپل ځان ته بوختیا او دنده هم خپله پیدا کوي.

له لرې واټن څخه د هرکلي او ځای پر ځای کولو پروګرام Case Worker سره به شخص هر وخت اړيکه نیولی شي او مشورې او معلومات ترې غوښتلی شي، خو دا چې شونې ده د مهاجر شخص او د هغه Case Worker په یو ښار او یوه سیمه کې نه وي، نو د مخامخ لیدو امکان به یې نه وي.




Comments


MARCH 23, 2024.png
telephone-png-icon-4.jpg

(253) 289 2836

R.png

Opening Hours:

Mon - Fri: 8am - 5pm

​​Saturday: 9am - 7pm

​Sunday: 9am - 7pm

Social Media

  • Facebook
  • X
  • LinkedIn
  • Instagram
  • Youtube
!له موږ سره اړیکه ونیسئ، ډیر ژر به ځواب ترلاسه کړئ

Thanks for submitting!

© 2024 by Green Leaf Foundation. 

bottom of page