top of page
  • Facebook
  • X
  • YouTube
  • Instagram

کډوال، پناه غوښتونکی او بېځایه شوی

May 26, 2024
3 min read

کډوالي، پناه غوښتنه او بېځايه کېدنه همېشه انتخاب نه وي، بلکې مجبوريت وي. دا مهال په ټوله دنیا کې تر پینځه دېرش (۳۵) میلیونه څخه زيات انسانان له خپلو هېوادونو څخه وتلي دي او په نورو هېوادونو کې د پناه غوښتنه کوي. کابو یو سل او لس (۱۱۰) ميليونه انسانان د بېلابېلو عواملو له امله لکه جګړه، د بشري حقونو نقض، د مرګ او یا هم د ناقانونه وژلو له وېرې او یا هم د طبیعي آفاتو له امله کډوال شوي دي. له بده مرغه لا هم په ټوله نړۍ کې په میلیونونو انسانان پر دې فکر دي چې څنګه خپل کور،‌ کلی،‌ سیمه یا هېواد پرېږدي او په یو بل ځای کې د ښه ژوند تکل وکړي.

که څه هم کډوال، پناه غوښتونکی، بېځايه شوی اصطلاحات په عمومي توګه د هر هغه چا لپاره کارېږي چې خپل هېواد یا سيمه یې پرېښي، د نورو هېوادونو پر پولو وراوښتی وي او هلته د ژوند، کار او پناه په لټه کې وي. خو دا هره اصطلاح خپله ځانګړې مانا او مفهوم هم لري. د کډوالۍ نړیوال سازمان یا IOM کډوال هر هغه چا ته وايي چې خپل د استوګنې ځای یې پرېښی وي، دا که د هېواد په داخل کې وي او که د هېوادونو ترمنځ له موجودو نړیوالو پولو تېر شوی وي، دا که د لنډمهال لپاره وي او که د اوږدمهال لپاره. په دې تعریف کې ټول خلک چې له خپلو کورونو او سیمو راوځي، هغه که د درس لپاره وي،‌ د کار لپاره وي او که د دې لپاره وي چې په نورو هېوادونو کې له خپلو کورنيو او د کورنيو له غړيو سره یو ځای شي، راځي. په عین حال کې هغوی هم به کې راځي چې د ولږې، بېکارۍ، سیاسي بېثباتۍ، د وسلوالو ډلو له ظلم او زیاتي او حتا له د طبیعي آفتونو له امله یې خپل هېواد او سيمه پرېښي وي.

د پناه غوښتونکي اصطلاح هر هغه چا ته کارېږي چې د بشري حقونو د نقض له امله او يا هم د مرګ له وېرې یې خپل هېواد پرېښی وي، او د بل هېواد جغرافیې ته ننوتی وي تر څو هلته پناه وغواړي. پناه غوښتونکی تر هغې پناه غوښتونکی ګڼل کېږي تر څو پورې یې چې پناه غوښتنه منل شوي نه وي، کله یې چې پناه غوښتنه ومنل شوه، بيا ورته د Refugee اصطلاح کارېږي. پناه غوښتنه د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د څوارلسمې مادې له مخې یو بشري حق دی او هېڅوک له دې حق څخه باید محروم نه شي.‌

بېځايه شوی يا داخلي بېځایه شوی زياتره هغه کس يا د جمع په توګه هغو خلکو یا د خلکو ګروپ ته کارېږي چې د خپلو کورونو او د استوګنو له سیمو پرېښودو ته اړ شوي وي، دا که د وسله والې نښتې او جګړې له امله وي، د عمومي يا ټولشموله تاوتريخوالي له امله وي او يا یې هم د بشري حقونو د نقض له امله وي. بېځايه شوي کسان شونې ده د طبیعي آفاتو له امله یا هم د انسان په لاس راغلي آفت له امله خپل کورونه او د استوګنې سیمې پرېږدي. دا کسان شونې ده چې د هېواد په داخل کې له یو ځای څخه بل ځای ته لاړ شي او اړينه نه ده چې د هېوادونو ترمنځ له موجودې نړیوالې پولې واوړي.

مهمه نه ده چې څوک تر هر نوم او عنوان لاندې د خپل کور، سیمې یا هېواد پرېښودو ته اړ کېږي، خو دا ټول خلک، هغه که کډوال وي، که پناه غوښتونکي وي او که بېځایه شوي، د بشري حقونو او درناوي وړ دي. له دوی څخه باید هېڅ نوعه ناوړه ګټنه ونه شي او نه هم پرې جبري کار تر سره شي. کډوال، پناه غوښتونکی او بېځایه شوی باید له قانوني دلیلو پرته نه بندي کړای شي او نه هم اړ شي، له خپلې خوښې پرته خپلې سیمې یا هېواد ته ستون شي.




Comments


MARCH 23, 2024.png
telephone-png-icon-4.jpg

(253) 289 2836

R.png

Opening Hours:

Mon - Fri: 8am - 5pm

​​Saturday: 9am - 7pm

​Sunday: 9am - 7pm

Social Media

  • Facebook
  • X
  • LinkedIn
  • Instagram
  • Youtube
!له موږ سره اړیکه ونیسئ، ډیر ژر به ځواب ترلاسه کړئ

Thanks for submitting!

© 2024 by Green Leaf Foundation. 

bottom of page