top of page
  • Facebook
  • X
  • YouTube
  • Instagram

 Jury Duty جوري دنده/ ژوري دنده څه ته وایي

May 26, 2024
3 min read

جوري دنده په محکمه کې د منصفه هئیت دندې ته ویل کیږي، چې د امریکا متحده ایالاتو په حقوقي نظام کې خورا مهم او ځانګړی ځای لري.

(Jury Duty Summons) جوري دندې احضارلیک

د محکمې رسمي سند دی چې د امریکا متحده ایالاتو اتباعو ته محکمې له خوا لېږل کېږي.

د جوري احضار لیک په اړه لاندې ټکي ډير مهم دي او باید له پام ونه غورځول شي:

جوري دندې احضار لیک د محکمې له خوا هر هغه کس ته راتللی شي، چې د امریکا په متحده ایالتو کې ژوند کوي، خو د جوري دندې خدمت مکلفیت یواځي د امریکا متحده ایالاتو اتباع لري او یا هر هغه کس چې د امریکا تابعیت ولري او جوري دندې احضار لیک ورته راشي له معقول عذر پرته مکلف دی او کولای شي په محکمه کې د جوري هئیت یا منصفه هئیت دنده ترسره کړي. د امریکا متحده ایالاتو ګرین کارت لرونکي او یا نور هغه مهاجر چې لا یې د امریکا تابعیت نه وي اخیستی، ښایي د محکمې له خوا ورته د جوري دندې احضار لیک راشي، خو د جوري هئیت یا منصفه هئیت دندې سرته رسولو حق نه لري او یا له دې امر مستثنا دي.

کله چې د محکمې له خوا د جوري دندي احضار لیک درته راشي څه باید وکړئ؟

که د جوري دندې احضار لیک مو ترلاسه کړ چې اکثر د پوستې له لاری ستاسو میل بکس ته راځي او ډيره ساده بڼه لري یواځي د محکمې نوم، ستاسو نوم ادرس او محکمې ته حاضرېدو نېټه پرې لیکل شوې وي، که د امریکا تابعیت لرئ او یا مو لا نه وي اخیستی مکلف یاست محکمې سره اړیکه ونیسئ او ورته ځواب ورکړی، چې د ځواب لپاره په لیک کې د ویب پاڼې ادرس وي او په ان لین ډول ځېنو پوښتنو ته ځواب ورکوئ، په ځينو ایالتونو کې باید محکمې ته لاړ شې او ځانګړې فورمه ډکه کړی، که چیرته د امریکا تابعیت نه لری هلته ورته لیکئ چې د امریکا تبعه نه یاست، بیا نو محکمه تاسو ته بل لیک لېږي او ستاسو مسولیت همدلته رفع شو.

خو، که د امریکا تابیعت لرئ، نو پرته له معقول عذر نه شئ کولای چې ووایئ محکمې ته نه شم حاضرېدی او یا نه غواړم جوري دندې یا منصفه هئیت دندې لپاره حاضر شم.

معقول عذر چې محکمې ته قبول وړ دی، هغه دا دی چې یا خپله ناروغ یاست او یا مو کورنۍ کوم غړی ناروغ دی چې تاسو یې سرپرستي په غاړه لرئ او یا هم د کورنۍ یواځينی کس یې چې کار کوې او که محکمې ته حاضر شي نو په هغه ورځ له کار وځي. په ځينو ایالاتو کې منصفه هئیت ته لس ډالره هم ورکوي په هغه صورت کې چې محکمې ته راشي او جوري دنده پرمخ یوسي.

که د محکمې له خوا جوري دندې احضار لیک له پام وغورځوم او یا هېڅ خواب ورنکړم څه پیښېږي؟

محکمې له خوا جوري دندې احضار لیک له پامه غورځول بدې پاېلې لري، چې له ځینو یې دلته یادونه کوو:

لومړی: محکمې ته بیا ځل احضار: که چیرته تاسو محکمې ته حاضر نه شئ، نو محکمه ښایې یو بل احضار لیک صادر کړي او تاسو یو ځل بیا محکمې ته وغواړي.

دویم: د محکمې سپکاوی/ توهین: د محکمې احضار لیک له پام غورځول د محکمې سپکاوی ګڼل کیږي، چې له امله یې ښایي نقدي جریمه او یا هم په بند محکوم شئ. په ځينو ایالتو کې نقدي جریمې اندازه توپیر لري چې له دوه نیم سوه امریکايي دالر نیولی تر یو نیم زر امریکايی ډالر رسیږي.

دریم: د نیولو امر: په ځینو حالاتو کې ښايي محکمه ستاسو د نیولو امر صادر کړي او د پولیسو له خوا ونیول شئ.

که د امریکا په متحده ایالاتو کې ژوند کوئ، ښایي د محکمې له خوا د جوري دندې احضار لیک درته راشي او یا هم درسره محکمې له خوا اړیکه ونېول شي، پام مو چې په هېڅ صورت دا احضار لیک له پام مه غورځوئ؛ که د امریکا تابیعت لرئ او کنه، یو ځل باید محکمې سره اړیکه ونیسئ او خپل حالت ورته بیان کړئ.




Comments


MARCH 23, 2024.png
telephone-png-icon-4.jpg

(253) 289 2836

R.png

Opening Hours:

Mon - Fri: 8am - 5pm

​​Saturday: 9am - 7pm

​Sunday: 9am - 7pm

Social Media

  • Facebook
  • X
  • LinkedIn
  • Instagram
  • Youtube
!له موږ سره اړیکه ونیسئ، ډیر ژر به ځواب ترلاسه کړئ

Thanks for submitting!

© 2024 by Green Leaf Foundation. 

bottom of page