top of page
  • Facebook
  • X
  • YouTube
  • Instagram

د حق الزحمې حد اقل

May 26, 2024
3 min read

په متحده ايالاتو کې د کار،‌ کارګر او کارفرما اړوند په لسګونو قوانين او اصولنامې شته دي چې ځینې یې د فدرال په سطحه وضعه شوي دي، ځینې یې په ایالتي سطحه او ځینې یې هم د سیمه ییزو حکومتونو په سطحه. شک نه شته چې د یو عام کارګر په توګه د دې ټولو قوانینو لوستل او پرې مرور کول اسانه نه دي، په همدې خاطر د ګرين ليف فاونډېش اداره او همکاران یې هڅه کوي چې له یادو قوانينو څخه د کار، کارګر او کارفرما په اړه د اړونده قوانینو او اصولنامو مهمې برخې په ډېره ساده ژبه تاسې ته ولیکي. که څه هم زموږ له خوا دلته راوړي معلومات یوازې معلوماتي بڼه لري او په هېڅ لحاظ په رسمي او قضايي مراجعو کې د حقوقي استناد مرجع نه شي کېدای، خو بيا هم تاسې کولای شئ چې له دې لارې له خپلو لومړنيو او بنسټیزو حقونو څخه خبر شئ.

که چېرې تاسې په واشنګټن ایالت کې کار کوئ، لږ تر لږه تاسې د لاندې پينځو بنسټیزو حقونو درلودونکي یئ. دا حقونه په لاندې ډول دي: ۱) د کار په مقابل کې تاسې ته تاديې حق؛ ۲) د خپل ځان او د خپلې کورنۍ د پاملرنې حق؛ ۳) له هر ډول توپیري چلند څخه د خونديتوب حق؛ ۴) د خوندي کارځای درلودلو حق؛ او ۵)‌ په اتحاديو او ټولنو کې د ګډون حق.

لومړی: د کار په مقابل کې د تادیې حق

د کار په مقابل کې تاديه ستاسې لومړنی حق دی. په تاديه کې یوازې ستاسې معاش یا ساعتواره حق الزحمه نه شاملېږي، بلکې په دې کې د معاش یا ساعتوارې حق الزحمې تر څنګ ټيپس (Tips)،‌ تشویقي حق الزحمه (prevailing wage)،‌ د اضافه کارۍ اضافه حق الزحمه، د دمې وقفې، د کار اړوند امتیازات او د منفکۍ او بېکاره کېدنې اړوند تادیې ټول شاملېږي.‌

په متحده ایالاتو کې د حکومتونو بېلابېل سطحې د کارګرانو لپاره د حد اقل حق الزحمې اندازه ټاکي. د بېلګې په توګه د ۲۰۲۴ز کال لپاره فدرال حکومت د يو کارګر لپاره د حق الزحمې اندازه د ساعت په سر لږ تر لږه ۷.۲۵ ډالر ټاکلې ده. خو د حق الزحمې دغه حد اقل اندازه بيا په ایالتونو او حتا په ځینې ښارونو کې توپير لري. د بېلګې په توګه د ۲۰۲۴ز کال لپاره د واشنګټن ایالت په سطحه د یو کارګر لپاره د حق الزحمې اندازه د ساعت پر سر لږ تر لږه ۱۶.۲۸ ډالر ټاکل شوې ده. همداراز ځینې ښارونه هم د کارګر لپاره د حق الزحمې دغسې حد اقل اندازه ټاکي. د بېلګې په توګه په واشنګټن ایالت کې سياټل ښار د کارګر لپاره د ساعت پر سر لږ تر لږه د ۱۹.۹۷ ډالرو ورکړه ټاکلې ده. د سيټک ښار کې دا اندازه ۱۹.۷۱ ډالره ده، خو په تکويلا ښار کې د لویو کارفرمایانو لپاره ۲۰.۲۸ ډالره ساعتواره حق الزحمه ده، او د کوچنيو کارفرمایانو لپاره ۱۹.۲۹. همدارنګه په رينټن ښار کې هم د لویو کمپينيو د کارګرانو لپاره ۲۰.۲۹ډالره او د کوچنيو ادارو لپاره ۱۸.۲۹ ډالره.‌

د حد اقل حق الزحمې مانا دا ده چې هېڅ کارفرما نه شي کولای له یادې اندازې څخه کمه حق الزحمه کوم خپل کارمند ته ورکړي. د بېلګې په توګه د متحده ایالاتو په سطحه په هر ایالت، هر ښار او هره سيمه کې هېڅ کارفرما نه شي کولای چې يو کارګر ته له ۷.۲۵ ډالرو څخه کمه حق الزحمه ورکړي. همداسې د واشنګټن ایالت په هېڅ سيمه کې هېڅ کارفرما یو کارګر د يو ساعت په مقابل کې له ۱۶.۲۸ ډالرو څخه په کمه اجوره څوک نه شي استخدامولای. همداسې د ښارونو په سطحه هم لکه که څوک په سياټل ښار کې کار کوي، نو حد اقل د ساعت پر سر ۱۹.۹۷ ډالر یا تر دې زياته اجوره باید تر لاسه کړي.‌

پر دې سربېره په واشنګټن ایالت کې د ټرانسپورټي شبکو د کمپنيو (Uber او Lyft) لپاره هم د موټر چلوونکيو حقوق په پام کې نیول شوي دي. که چېرې يو موټر چلوونکی د اوبر یا لیفټ لپاره په سياټل ښار کې موټر چلوي، نو حد اقل د یوې دقیقې پر سر باید ۰.۶۶ ډالر ورکړل شي، که پر مایل ورسره محاسبه کوي، نو د یو مایل پر سر باید ورته لږ تر لږه ۱.۵۵ ډالر ورکړي. پر دې سربېره د سياټل په ښار کې که هر ټریپ (Trip) کې باید لږ تر لږه ۵.۸۱ ډالر ورته ورکړي. د سياټل له ښار څخه بیرون د دقیقې پر سر حد اقل حق الزحمه باید ۰.۳۸ ډالره وي، د مایل پر سر ۱.۳۱ او د ټریپ پر لږ تر لږه ۳.۳۷ ډالره.‌

په دې اړه زموږ دا معلوماتي لړۍ دوام لري، که چېرې غواړئ په دې اړه نور معلومات ولولئ، نو زموږ پاڼه درسره تعقیب کړئ او له نورو سره یې هم شريکه کړئ.





 



All reactions:

12You, Ahmad Shir, Omar Khan Safi and 9 others


Comments


MARCH 23, 2024.png
telephone-png-icon-4.jpg

(253) 289 2836

R.png

Opening Hours:

Mon - Fri: 8am - 5pm

​​Saturday: 9am - 7pm

​Sunday: 9am - 7pm

Social Media

  • Facebook
  • X
  • LinkedIn
  • Instagram
  • Youtube
!له موږ سره اړیکه ونیسئ، ډیر ژر به ځواب ترلاسه کړئ

Thanks for submitting!

© 2024 by Green Leaf Foundation. 

bottom of page