د هویت غلا
دویمه برخه:
څنګه کولای شو چې د هویت د غلا په اړه اړونده ارګانونو ته راپور ورکړو؟
کله چې هم تاسې پوه شوئ چې ستاسې هويت غلا شوی دی، نو باید سمدستي اړونده ارګانونو ته خبر ورکړئ.
د هویت غلا د نورو غلاګانو په څېر نه ده، ډېر ځله انسان د هويت پر غلا په وخت نه خبرېږي، ښایسته ډېره موده تېره شوي وي چې شخص پوه شي چې د هویت معلومات یې غلا شوي دي. ځکه خو شخص نه پوهېږي چې دا غلا چا کړې ده او یا هم چېرته شوې ده. لاندې اقدامات تاسې سره مرسته کولای شي چې د نورو زیانونو مخه ونیسئ.
لومړی: تر هر څه دمخه خپل بانک یا هغې ادارې ته چې تاسې یې له خدماتو برخمن یاست زنګ ووهئ.
هر بانک او مالي اداره یا هم بله خدماتي اداره معمولاً د دوکو او معلوماتو او هویت د غلا او په دې پورې د نورو اړونده مسایلو ته د رسیده ګۍ په پار ځانګړې شمېره لري، تاسې کولای شئ دا شمېره د خپل بانک یا هم نورو مالي ادارو چې تاسې ترې خدمات تر لاسه کوئ، له وېبسایټونو او معلوماتي پاڼو څخه تر لاسه کړئ. له هغوی وغواړئ چې سمدستي ستاسې حساب بند کړي. ډېر ځله د یادې ادارې باور نه کوي چې تاسې به اصلي کس اوسئ، دوی اول پر تاسې د دوکه باز ګومان کوي چې ګواکې غواړئ د بل چا اکاونټ غلا کړئ، نو په همدې خاطر دوی له تاسې څخه ځینې پوښتنې کوي، لکه د کور ادارس، د زېږېدا تاریخ، د سوشل وروستۍ څلور شمېرې، د اکاونټ د پرانیستې پر مهال مو چې د سیسټم امنیتي پوښتنو ته کوم ځوابونه لیکلي وي، نو اړینه ده چې د زنګ وهلو پر مهال دا معلومات درسره وي. له بانک څخه وغواړئ چې تاسې ته رسمي مکتوبي کنفرمیشن ستاسې د کور په ادرس یا هم ستاسې په ایمیل ولېږي چې ستاسې حساب بند شو، که کومه د غلا تادیه په تعلیق حالت کې وي چې هغه رد کړي او د غلا دا قضیه څېړي.
که چېرې ستاسې له حسابه هېڅ شی نه وي اخیستل شوي، هېڅ کومه تاديه هم نه وي شوې، د دې مانا دا نه ده چې ګنې تاسې سل په سلو کې خوندي یاست، بلکې د دې مانا دا ده چې تاسې تر حملې لاندې یاست، نو اړينه ده چې ژر تر ژره خپل پاسورډ او PIN نمبر بدل کړئ.
دویم: له دې وروسته اړينه ده چې تاسې د متحده ایالاتو په سطحه دغو درېوو د پورونو ادارو (Equifax, Experian, or TransUnion) سره په اړيکه کې شئ. له دوی وغواړئ چې ستاسې پر حساب د دوکې او غلا د خطر یو علامه کېږدي. د قانون له مخې هره د پور اداره مکلفه ده چې د غلا یا دوکې د خطر دغه علامه نورو پورورکوونکيو ادارو ته ورسوي. دا کار د دې لپاره وکړئ چې هسې نه ستاسې د معلوماتو په کارولو سره څوک له پورورکوونکيو ادارو څخه پور تر لاسه کړي چې د بېرته ورکړې ذمه به یې ستاسې تر غاړه شي. تاسې کولائ شئ چې له یادو ادارو څخه د خپل کریدیټ راپور ورکول فریز یا هم بند کړئ، په دې ډول به هېڅوک نه شي کولای چې ستاسې کریدیټ راپور تر لاسه کړي.
درېیم: تاسې کولای شئ چې د خپل هویت د غلا په اړه د فدرال دولت سوداګریز کمیسیون Federal Trade Commission سره دوسیه پرانیزئ. یادې ادارې سره په (۸۷۷۴۳۸۴۳۳۸) شمېره اړيکه ونیسئ او یا هم (dentitytheft.gov.) د دې وېبسیاټ په کارولو سره هلته دوسيه پرانیزئ.
څلورم: همدارنګه تاسې کولای شئ چې د خپل استوګنې سیمې اړونده د پولیسو څانګې ته هم خبر ورکړئ. پولیسو ته کولای شئ د هغې دوسیې یوه کاپي له ځان سره یوسئ چې تاسې د فدرال سوداګریز کمیسیون سره په انلاین بڼه پرانیستې ده. پولیس هم له تاسې څخه ستاسې تصویر ای ډي کارت غواړي او همدارنګه ستاسې د کور په ادارس راغلی یو سند، معمولاً د برېښنا یا اوبو بیل غوره دی چې له ځانه سره یې ولرئ.
یادونه: دا چې څنګه کولای شو چې د هویت له غلا څخه ځان خوندي وساتو، په دې اړه به راتلونکې کې ولولئ.
په ساده پښتو او دری ژبو د نورو دغسې اړینې معلوماتو لپاره زموږ پاڼه خوښه کړئ او نورو سره یې شریکه کړئ.






Comments