top of page
  • Facebook
  • X
  • YouTube
  • Instagram

د هویت غلا

May 26, 2024
3 min read

درېیمه او وروستۍ برخه:

څنګه د هويت له غلا څخه خوندي کېدای شو؟

موږ و تاسې ټول ناچاره یوو چې په Online یا پر لیکه نړۍ کې راکړه ورکړه، پلور و پېر او …‌ ولرو. څنګه شونې ده چې په پرلیکه یا انلاین نړۍ کې د هویټ له غلا څخه خوندي پاتې شو؟ د لاندې ګامونو په پورته کولو سره، دا کار شونې ده:

لومړی: باید چې منظم او اګاه اوسو

تر هر څه دمخه ضرور ده چې اګاه اوسو چې انلاین نړۍ خوندي نه ده او شونې ده چې یو څوک دې زموږ معلومات له موږ څخه غلا کړي او بيا دې پرې موږ ته زيان ورسوي.

بایده دي چې اړين اسناد مو همېشه منظم او داسې خوندي ځای کې ساتلي وي چې هر وخت وغواړئ په اسانۍ یې پيدا کړلای شئ.

باقاعده وڅارئ چې څوک څوک (ستاسې د کورنۍ غړيو کې) ستاسې بانکي حساب ته لاسرسی لري، که شونې وي د هرې ورځې په پای کې د خپل بانکي حساب ټول حساب کتاب وګورئ او ځان ډاډه کړئ چې هر څه سم روان دي.

له خپل بانک سره وګورئ او وغواړئ چې که چېرې تاسې کولای شئ د خپل کورنۍ یو بل باوري شخص هم په بانکي اکاونټ کې درسره د محدود لاسرسي په درلودلو سره شریک کړئ، نو ښه به وي.‌ ستاسې د اکاونټ دا شریک به دا دنده لري چې وخت ناوخت مو بانک وڅاري.‌

هېڅکله له نااشنا خلکو سره خپل بانکي معلومات او نور حساس معلومات له سوشل مه شریکوئ. په انلاین ډول له هر ځای نه اخيستل مه کوئ.

له خپل بانک سره وګورئ چې د یوې معلومې اندازې څخه اضافه معاملې باید دمخه تر دې چې اجرا شي، باید د ایمیل یا ټلیفون له لارې ستاسې کنفرمیشن واخلي.

دويم: همېشه د خپل کمپیوټر او موبایل سیسټم او اپلیکیشنونه اپډيټ وساتئ، په ځانګړې توګه د بانک اپلیکیشونونه.

درېیم: د خپل موبایل پاسورډ، د بانک د اپلیکیشن پاسورډ مو همېشه داسې وټاکئ چې د نورو لپاره یې تصور کول او درک کول اسانه نه وي، هېڅکله یو پاسورډ د هر سیسټم د کارونې لپاره مه کاروئ. اوسمهال زیاتره اپلیکیشنونه او سیسټمونه دوه فکټوره او حتا درې فکټوره د کره کولو Authentication لارې کاروي، هڅه وکړئ چې له دې نه استفاده وکړئ.

څلورم: د کور وایفای لپاره وخت ناوخت باید پاسورډ بدل کړئ او د کورنۍ غړيو ته مو ووایئ چې له هر چا سره پاسورډ شریک نه کړي، ډېر ځله هیکران او انټرنیټي غله پر تاسې ستاسې د کور د انټرنیټ له لارې حمله کوي.

پينځم: که چېرې تاسې ته ایمیلونه، مسیجونه او زنګونه راځي چې تاسې لاتري ګټلې ده، یو څوک غواړي تاسې ته خپل میراث درکړي، د یوې ادارې په نوم درته ایمیل راځي چې تاسې د دومره اندازه پیسو د پور اخیستلو وړ بلل شوي یاست او … دا ډول ایمیلونو، میسیجونو او زنګونو ته ځواب مه ورکوئ او مه هم ورسره په یو ځای لینکونو باندې کلیک کوئ. ډېر ځله ستاسې په یو کلیک ستاسې ټول معلومات غل ته رسېږي.

شپږم: هېڅکله په پردي کمپيوټر یا موبایل کې خپل بانکي حساب، ایمیل او مه خلاصوئ. حتا په خپل کمپیوټر او موبایل کې هم که بانکي حساب خلاصوئ، نو له کارولو وروسته ترې ووځئ.

اووم: معمولا بانکونه او پور ورکوونکې ادارې خپلو مشتریانو ته هره میاشت د هغوی Statement استوي، که چېرې کله ستاسې Statement په وخت نه رارسېږي، له خپل بانک او یا هم پور ورکوونکې ادارې سره په اړيکه کې شئ او پر علت ځان پوه کړئ.

اتم: همېشه مو باید عادت اوسي چې ټول هغه کاغذونه چې ستاسې حساس معلومات په کې وي، که ستاسې په کار وي، نو باید په خوندي ځای کې یې وساتئ او که مو په کار نه وي، نو داسې یې له منځه یوسئ چې بل څوک ستاسې معلوماتو ته لاسرسی ونه لري.

نهم: ځینې خلک د څو بانکونو ډیبیټ کارتونه او کریډیټ کارتونه لري، ضرور نه ده چې ټول له ځان سره همېشه ولرئ. همېشه یو داسې کریډیټ کارت له ځان سره ولرئ چې سمدستي ستاسې ستونزه حل کولای شي.

لسم: د سوشل میډیا په کارولو کې هم باید محتاط اوسئ، هېڅکله د اسنادو عکسونه، د هویت د کارت عکسونه او نور حساس معلومات په سوشل میډیا کې مه خپروئ. که چا ته یې استوئ هم، نو هڅه وکړئ چې شخص ته تر رسېدا سمدستي وروسته یې ډیلیټ کړئ.

يادونه: په روانه پښتو او دري ژبو د دغسې نورو مهمو معلوماتو لوستلو لپاره زموږ پاڼه درسره فالو کړئ او له نورو دوستانو سره یې هم شریکه کړئ.




Comments


MARCH 23, 2024.png
telephone-png-icon-4.jpg

(253) 289 2836

R.png

Opening Hours:

Mon - Fri: 8am - 5pm

​​Saturday: 9am - 7pm

​Sunday: 9am - 7pm

Social Media

  • Facebook
  • X
  • LinkedIn
  • Instagram
  • Youtube
!له موږ سره اړیکه ونیسئ، ډیر ژر به ځواب ترلاسه کړئ

Thanks for submitting!

© 2024 by Green Leaf Foundation. 

bottom of page