د واشنګټن ایالت اوړی
د واشنګټن ایالت اوړی په واشنګټن ایالت کې د اوړي په موسم کې ورځې خورا اوږدې او شپې ډېرې لنډې وي. دا موسم د هغو خلکو لپاره چې کار او وظیفې لري د خوب کولو ستونځې رامنځته کولی شي. خو له بله پلوه دا موسم د تفریح، چکر او لوبو لپاره ډېر په زړه پورې وي. د بېلګې په توګه د واشنګټن ایالت د سياټل ښار په کال کې ۷۱ ورځې پوره لمر لري او ۹۳ ورځې اسمان نیمه وریځ وي او پاتې نورې ورځې که چیرې یې اوو میاشتو ته واړوو پوره وریځ او یا باران وي. نو کله چې د اوړي موسم راشي خلک د تفریح او چکر سخت تږي وي ځکه خلک تر ماښام وروسته پورې (کابو تر لسو بجو پورې) بهر په قدم وهلو، لوبو او چکرونو کې مصروف وي. د اوړي د شپو اوږدوالی په اوسط ډول له اوو څخه تر اوو نیمو ساعتونو پورې وي. خو ورځې بيا تر اوولسو ساعتونو پورې اوږدېږي. د ماسخوتن د لمونځ جماعت معمولاً له یوولسو بجو څخه وروسته وي او د سهار لمونځ په درې بجو روا کېږي. یعنی باید په دغو ساعتونو کې هم د لمانځه لپاره لمونځ کوونکي ویښ پاتې شي چې د خوب کولو لپاره تقریبا ۵ ساعته موقع هم نه پاتې کېږي. ډېری خلک چې ټوله ورځ باید په کار او وظیفو کې حاضر وي له بی خوبۍ څخه سرټکوي او له سترګو او څېرو څخه یې له ورایه ستړیا ښکاري. د روغتیا پوهان د کم خوبۍ په اړه دا علت وړاندې کوي چې تیاره د انسان بدن ته په خوب راوړلو کې مهم رول لري، نو د دې لپاره چې بدن ته د خوب څپه راشي دوی باید کور د پردو په مرسته تیاره کړي. یعنې په ښایسته مازدیګري کې چې شاوخوا اووه بجې دي باید پردې واچول شي او د خوب لپاره چمتووالی ونیول شي. دا ځکه چې د انسان بدن تر څو چې د ورځې له رڼا سره مخامخ وي د خوب لپاره نه چمتو کیږي او غواړي ویښ پاتې شي. هغه خلک چې دلته له پخوا څخه اوسیږي د خوب لپاره داسې تابیا نیسي. خو له نورو هیوادونو څخه راغلي خلکو ته دا کار عجیبه ښکاري او همدا علت دی چې تر ډېره بهر وي او له موسم څخه خوند اخلي. د کم خوبۍ ستونزه یوازې د تیاره هوا کمښت نه ده بلکې د هوا ګرمي هم د بې خوبې لامل کیږي. ساینس پوهانو موندلې ده چې د بې خوبۍ ناروغي د اوړي په موسم کې ډېره پیښېږي. له نېکه مرغه دا ایالت ډېرې ګرمې شپې نه لري. هوا پوهان د سیاټل ښار د ګرمۍ موسم د جون له ۲۰ څخه تر سپټمبر تر ۱۲ پورې ښودلی دی چې د هوا لوړه درجه په اوسط ډول د سانتی ګرید ۲۵ درجې پورې رسیږي. نو د دې لپاره چې خلک له کم خوبۍ څخه ډډه وکړي په لاندې ټکو عمل کول اړین دی: هره شپه باید په ټاکلي وخت ویده شي؛ خپل د خوب کوټه باید تیاره وساتئ؛ د کور دننه هوا باید سړه وساتئ او په تلیفون کې پوختیا بنده کړئ. همدارنګه د چکر او لوبو لپاره باید په ورځ کې یو ټاکل شوی وخت وټاکئ چې د خوب له وخت سره په ټکر کې رانه شي.






Comments