top of page
  • Facebook
  • X
  • YouTube
  • Instagram

رواني روغتیا تر هرڅه مهمه ده

May 26, 2024
3 min read

د می مياشت په متحده ايالاتو کې د رواني روغتيا په اړه د عامه پوهاوي مياشت ګڼل کېږي.‌ دا مياشت په متحده ایالاتو کې له ۱۹۴۹ز کال راهیسې د رواني روغتيا په اړه د معلوماتو په شریکولو او د عامه پوهاوي د دایرو په پراخو سره هر کال نمانځل کېږي.‌ سږ کال رواني روغتيا د (له کومه ځايه یې پیل کړو: رواني روغتيا یوه بدلېدونکې نړۍ ده) تر سرلیک لاندې نمانځل کېږي. رواني روغتيا رښتیا هم یوه بدلېدونکې نړۍ ده او هره ورځ نوي داسې فکټورونه رامنځته کېږي چې د انسان پر رواني روغتيا ناوړه اغېزې کوي. له سیاسي بېثباتيو څخه نیولې، تر اقتصادي بېوزلۍ پورې، تر کډوالۍ، بېوطنۍ او بېکوره کېدا پورې دا هر عامل د انسان پر رواني‌ روغتيا منفي اغېز لري.

کډوالي پر رواني روغتیا د منفي اغېزو تر ټولو ستر لامل دی. کله هم چې انسان نوي محيط او هېواد ته کډوال شي، نو هر څه ورته نوي وي، فکر کوي چې پخواني هر څه یې له لاسه ورکړي دي. کورنۍ، ملګري، هېواد او هېوادوال، زده کړې، تجربه، اړيکې او ... کله چې سوچ کوي چې په نوي هېواد کې به دا هر څه بېرته څنګه رغوي، د نوي هېواد له سیسټمونو سره به ځان څنګه عیاروي، نو ډېر کله کډوال دا ټول نه شي زغملی او په دې اړه ډېر فکر Over Thinking د دې لامل کېږي چې انسان په ژور خفګان اخته شي او بالاخره یې ورته رواني ناروغتيا پیدا شي.

د کډوالۍ پر مهال تر ټولو مهمه دا ده چې انسان د ژور فکر پر ځای پراخه فکر ولري. د ژور فکر پر ځای پراخه فکر درلودل دا مانا چې انسان باید په یوه نقطه خپل ټول فکر او سوچ راټول نه کړي،‌ بلکې وګوري او ولولي چې د ده په محیط کې نور خلک د کوم بګروانډ درلودونکي دي او دا هر شخص څنګه له دغه ننګونو څخه راوتلی دی. دا يوه جمله هم شونې ده ستاسې د ژوند لوری بدل کړي او هغه جمله دا ده: ((هر څه به سم شي)). هو، هر څه سمېږي، د وخت په تېرېدا سره،‌ هر څه سمېږي. ټول کډوال په شروع کې له دغو ډول ننګونو سره مخ وو،‌ خو چې وخت او کلونه پرې تېر شول، هغه ننګونې نن ننګونې نه دي پاتې.

د کډوالۍ پر مهال د رواني روغتیا په اړه دا څو ټکي هم مهم ګڼل کېږي:

لومړی: هڅه وکړئ چې بشپړ او منظم خوب وکړئ، که تاسې د شپې له خوا کار کوئ، دا مو ښه انتخاب نه دی، کوښښ وکړئ چې په یو داسې کار فکر وکړئ چې د ورځ له خوا وي، تر څو د شپې منظم او بشپړ خوب وکړئ. نامنظم او لږ خوب ښايي لومړنی عامل وي چې ستاسې رواني‌ روغتيا زیانمنوي.

دویم: عبادات او ديني پرکټسونه هم انسان په رواني لحاظ ډاډمنوي. د مسلمانانو لپاره پینځه وخت لمونځ، د جمعې لمونځ او د قرآن کريم تلاوت هغه څه دي چې په رواني لحاظ یې ډاډمنوي، تکيه او باور یې پر الله تعالی وي چې د ژوند ټولې چارې د هغه په لاس کې دي او هغه جل جلاله ښه سوب ساز او کارساز دی.

درېیم: هېڅکله خپل کار، خپل عاید، خپل موټر، خپل د اوسېدا ډول او خپل د ژوند امکانات له نورو سره مه پرتله کوئ، خصوصاً هغوی سره چې فکر کوئ تر تاسې یې ښه لري. که احیاناً کله هم د پرتلې موډ کې وئ، نو هڅه وکړئ چې د خپل ځان په اړه مثبت دلایل پيدا کړئ. په کډوالۍ کې ټول خلک کابو یو ډول ژوند کوي، یو ډول یې خوري، یو ډول یې اغوندي او یو ډول اوسېږي.

څلورم: هڅه وکړئ چې سوشل میډیا او ټيکنالوژۍ سره ډېر بوخت پاتې نه شئ، د سکرين لرونکيو ټیکنالوژیکي وسایلو ډېر کارول هم د انسان په رواني روغتیا منفي اغېز کوي.

پینځم: په هېڅ صورت د خپل شاوخوا ملګرو، دوستانو او ... ته په کمه سترګه مه ګورئ، دوی ستاسې او شاید تاسې د دوی په ژوند کې مهمه برخه یاست. هڅه وکړئ چې په اوونۍ کې سره یو ځای راټول شئ، ټوکې وکړئ،‌ په هر شي چې خوشحالېږئ، ځانونه خوشحاله وساتئ، مجلسونه وکړئ، دا مو رواني‌روغتيا ته ډېره فایده لري.

شپږم: خامخا په اوونۍ کې څلور یا پینځه ورځې د ورځې یو ساعت تمرین وکړئ، که تاسې هېڅ تمرين ته اړتيا هم نه لرئ، بيا هم ستاسې رواني‌ روغتيا تمرین ته اړتيا لري او تمرين ستاسې پر رواني‌ روغتيا مثبت اغېز کوي.‌

اووم: که ډېره نه وي،‌ خو په میاشت کې خامخا يوه ورځ له فامیل یا ملګرو سره تفریح او چکر ته وباسئ، دا کار هم ستاسې پر رواني روغتيا مثبت اغېز کوي.





Comments


MARCH 23, 2024.png
telephone-png-icon-4.jpg

(253) 289 2836

R.png

Opening Hours:

Mon - Fri: 8am - 5pm

​​Saturday: 9am - 7pm

​Sunday: 9am - 7pm

Social Media

  • Facebook
  • X
  • LinkedIn
  • Instagram
  • Youtube
!له موږ سره اړیکه ونیسئ، ډیر ژر به ځواب ترلاسه کړئ

Thanks for submitting!

© 2024 by Green Leaf Foundation. 

bottom of page