top of page
  • Facebook
  • X
  • YouTube
  • Instagram

وطني دیګ بخارونه او د ماشومانو پر روغتیا یې بدې اغیزې:

May 26, 2024
2 min read

نړۍ ته د افغانانو د مهاجرت په زیاتېدو سره د افغانستان د توليدات صادارت هم زيات شوي دي. په دې افغاني توليداتو کې د افغانستان په ختیځ کې جوړېدونکي ديګبخارونه هم دي چې له افغانستان بېرون اکثره کورنۍ یې خوښوي او د پخلي لپاره یې پېري. د راشکو بابا په نوم د افغاني کمپنۍ لپاره خوا دغه توليد شوي دېګبخارونه په نړۍ او په ځانګړې ډول په متحده ایالاتو کې ښه تود بازار لري. خو په دې وروستیو کې د متحده ایالاتو د واشنګټن ایالت د روغتیا ادارې د دغو دېګبخارونو پر کارولو بندیز لګولی دی. د روغتيا ادارې له ځینو ارزونو وروسته موندلې ده چې په دې دېګبخارونو کې پاخه شوي خواړه د ماشومانو روغتیا ته زیان رسوي. موندنې ښيي چې په دوامداره توګه په دې دېګبخارونو کې د پخو شویو خوړو کارول د ماشومانو په وینه کې د سربو اندازه زیاتوي. د ماشومانو په وینه کې د سرپو د اندازې په زیاتوالي سره د ماشومانو بدن د غذايي توکو له کمښت سره مخ کېږي، رواني ستونزې ورته پیدا کېږي، او په رشد کې یې وروسته والی راځي. دا ټول موارد د ماشوم پر راتلونکې روغتیا ناوړه اغېزې لري چې له امله به یې قد هم نه لوړيږي.

د ياد ایالت د روغتيا ادارې په خپل څېړنیز راپور کې هغه خواړه سره پرتله کړي چې په دغو افغاني او د نورو هېوادونو په تولید شویو دیګیو کې پاخه شوي وي، او موندلې یې ده چې دغه افغاني دېګبخارونه د دې لامل کېږي چې د ماشومانو په وينه کې د سرپو اندازه زیاته کړي. یادې ادارې له ارزونو وروسته د امازن شرکت ته رسماً مکتوب استولی چې یاد دېګبخارونه دې له روغتيايي معیارونو سره د نه برابرېدا په دلیل په انلاین بڼه ونه پلوري. د امازن شرکت هم ورته په ځواب کې ویلي دي چې د خلکو روغتيا ورته لومړیتوب لري.

د افغانستان تولید دغه دېګبخارونه په ټوله نړۍ کې د ښه پخلي له امله مشهور دي. تولیدوونکی شرکت یې بایده دي چې د خپلواکو بنسټونو له خوا روغتيايي ارزونه وکړي. که چېرې یې کارول رښتیا هم په ماشومانو کې د ناروغيو لامل کېږي، بایده دي چې د مخنيوي پر لارو چارو یې غور وکړي.



Comments


MARCH 23, 2024.png
telephone-png-icon-4.jpg

(253) 289 2836

R.png

Opening Hours:

Mon - Fri: 8am - 5pm

​​Saturday: 9am - 7pm

​Sunday: 9am - 7pm

Social Media

  • Facebook
  • X
  • LinkedIn
  • Instagram
  • Youtube
!له موږ سره اړیکه ونیسئ، ډیر ژر به ځواب ترلاسه کړئ

Thanks for submitting!

© 2024 by Green Leaf Foundation. 

bottom of page