په متحده ایالاتو کې اضافه کاري
په متحده ايالاتو کې د کار اجوره په ساعت حسابېږي. اوسمهال په اکثريت ادارو کې حاضري د داسې سیسټمونو تابع ده چې د کارکوونکي دقیقه دقیقه محاسبه کېږي او همدغه ټيکنالوژیکي سیسټمونه په اتومات ډول د کارکوونکي د کړي کار وخت په پیسو محاسبه کوي. دا سیسټمونه داسې عيار شوي دي چې د فدرال حکومت ماليه، د ایالتي حکومت ماليه او نور ... له اصلي معاش څخه کمېږي او کارکوونکي ته معلومېږي چې د څومره وخت کړي کار په مقابل کې څومره پیسې د ده بانکي حساب ته ځي. ځینې ادارې او په ځینو ادارو کې داسې (د لوړې رتبې) کارمندان هم شته دي چې میاشتنی معاش لري. دا کارمندان بيا د حاضرۍ دغومره پابند نه دي، بلکې د مسووليت ساحه یې معلومه ده او هماغه د مسووليت په ساحه کې د اوونۍ او میاشتې په اوږدو کې ټول کارونه د دوی پر غاړه دي. خو د واشنګټن ایالت د کار د قانون له مخې دغه ډول کارمندان چې میاشتینی یا اوونیز معاش لري او د کاري ادارو له خوا د اضافه کارۍ وړ نه دي ګڼل شوي، که چېرې ګومارونکي اداره یوه لويه اداره وي (چې د کارمندانو شمېر یې ۵۱ یا له دې څخه زيات وي) نو دوی ته باید لږ تر لږه په اوونۍ کې ۱۲۵۹.۲۰ ډالره ورکړل شي، که همدا ډول کارمندان له کوچنيو ادارو (هغوی چې د کارکوونکيو شمېر یې له ۵۰ یا له دې څخه کم وي) سره کار کوي، نو په اوونۍ کې ورته لږ تر لږه ۱۱۰۱.۸۰ ډالره ورکړل شي.
پر هر حال، هغوی چې په ساعتونو کار کوي، نو که Full Time کارمند وي، بایده دي چې په اوونۍ کې څلوېښت ساعته کار وکړي. که چېرې د نوموړي د کار وخت په اوونۍ (کاري اوونۍ چې ټولې اووه ورځې په بر کې نیسي) کې له څلوېښت ساعتونو څخه اوړي، دا له څلوېښت ساعتونو څخه وراخوا کار اضافه کاري ګڼل کېږي. د متحده ایالاتو د کار د قوانینو له مخې اضافه کاري باید کارکوونکي ته د هغه د اصلي معاش په یو نیم چنده محاسبه شي.
د اضافه کار په مقابل کې یو نیم چنده حق الزحمه په هر صورت کې ستاسې حق ده. که چېرې تاسې په یوې کاري اوونۍ کې څلوېښت ساعته کار پوره کړی وي او د نور کار غوښتنه ستاسې د کاري ادارې له خوا کېږي، هم بایده دي چې ستاسې اضافه کار د اضافه کارۍ پر نرخ محاسبه شي. همدارنګه که چېرې تاسې په یوې کاري اوونۍ کې څلوېښت ساعته کار پوره کړی وي او تاسې په خپله خوښه له خپل تقسیم اوقات څخه Shifts اخلئ، نو هم تاسې حق لرئ چې اضافه کاري ترلاسه کړئ. ستاسې کاري اداره له دې امله تاسې د اضافه کارۍ له تر لاسه کولو نه شي محرومولای چې تاسې په خپله خوښه له خپل کاري تقسیم اوقات څخه کاري وختونه Shifts اخیستې دي.
په واشنګټن ایالت کې له ۲۰۲۰ز کال د جنوري میاشتې راپه دېخوا د روغتيايي مرکزونو د کارکوونکيو لپاره د اضافه کارۍ الزاميت له منځه تللی دی. له دې نېټې وروسته په دې ایالت کې د روغتيايي مرکزونو کارکوونکي مجبور نه دي چې له خپل عادي وخت څخه اضافه کار وکړي. د ۲۰۲۴ز کال د جنورۍ د میاشتې راپه دېخوا واشنګټن ایالت لومړنی ایالت دی چې د کروندو کارګرانو لپاره یې هم اضافه کاري قانوني کړه. که چېرې د کروندو کارګران په کاري اوونۍ کې له څلوېښت ساعتونو څخه اضافه کار کوي، نو اضافه کار به یې ورته په یونیم چنده معاش کې محاسبه کېږي.
د قانون له مخې که چېرې تاسې د اوونۍ په رخصتيو (شنبه او یکشنبه) کې کار کوئ، یا په نورو عمومي رخصتيو کې کار کوئ، ګوماروونکي اداره ملزمه نه ده چې تاسې ته اضافه کاري درکړي. خو د حکومتي ادارو کارمندان او همدارنګه د حکومتي قراردادي ادارو کارمندان بيا دا امتیاز لري چې یوازې د عمومي رخصتيو د ورځو کار د اضافه کارۍ په توګه محاسبه کړي.






Comments