top of page
  • Facebook
  • X
  • YouTube
  • Instagram

ّپه متحده ایالاتو کې د ماشوم زېږېدنه، حقوق او روغتیايي تګلارې یې:

May 26, 2024
3 min read

لیکوال: محمد امین فروتن کمالپوري


متحده ایالاتو ته نویو راغلیو افغانانو ته به دا جوته شوې وي چې دلته په عامه توګه روغتیايي او د درملنې سیسټم خورا پیچلی دی او ډېر ځل ورته د نویو راغليو خلکو زړه تنګېږي. البته دلته د اوږدې مودې لپاره اوسېدلي او د دې ځای ځايي خلکو ته دا سیسټم دومره پېچلی نه ښکاري، بلکې ورسره عادت شوي دي.

تر ټولو لومړنۍ مسئله د روغتيايي بیمې ده (د روغتيايي بیمې په اړه به یوې بلې ځانګړې لیکنه کې بحث ولرو). هره کورنۍ او د کورنۍ هر فرد باید روغتیايي بيمه ولري. دلته ګڼ د روغتيايي بیمې سیسټمونه موجود دي چې هر سیسټم په خپله دایره کې روغتيايي کلنیکونه او ډاکتران لري چې د هماغه سیسټم روغتیايي بیمه قبلوي، نو کورنۍ او فرد اړ دی چې د خپلې روغتيايي بیمې د سیسټم په دایره کې دننه یو کورنۍ ډاکتر (PCP یا Primary Care Provider) هم ځان ته انتخاب کړي. کورنۍ ډاکتر د ناروغ د مراجعې اولنی ځای دی چې د شخص د روغتيا په اړه ټول معلومات ورسره په ډیټابیس کې خوندي وي. معمولاً کورنۍ ډاکټر له ناروغۍ پرته شخص په کال کې یو ځل ګوري او عمومي معاینات یې کوي.

د مور د امیندوارۍ د پیل ورځې

د مور د امینداورۍ د نښو نښانو په رادبره کېدا سره د هغې کورنۍ ډاکتر (چې معمولاً ښځه وي) باید خبر شي. د کورني ډاکتر دنده دا وي چې خپل ناروغ د هر رنځ د درملنې په پار د هغې ناروغۍ متخصص ډاکټر ته ور پېژني. کله چې په یوې مور کې د امیندوارۍ نښې نښانې راڅرګندې شي، نو د خپل کورني ډاکټر له خوا متخصص ډاکټرې ته ور پېژندل کیږي.

اړونده متخصصه ډاکټره امیندواره مور په پیل کې هره څلورمه اوونۍ یو ځل ګوري. د امیندوارۍ موده دلته د افغانستان په څېر په میاشتو نه محاسبه کېږي، بلکې په اوونيو یې حسابوي. د ډاکتر د کتنې په هر نوبت کې د امیندوارې مور وزن څارل کېږي، همداراز که مور بله ناروغي لري، د امیندوارۍ په دې جریان کې ورته د بدیلو درملو سپارښتنه هم کېږي.

له متخصص ډاکتر سره د کتنې دا نوبتونه (Appointments) تر ۹ میاشتو پورې دوام کوي او د امیندوارۍ په وروستيو میاشتو کې بایده دي چې هره اوونۍ له متخصص ډاکتر سره وکتل شي. د قانون له مخې بایده دي چې د کتنې هر نوبت ته رسیده ګي وشي، که احیاناً کوم نوبت ته رسیده ګي نه کېږي، کورنۍ اړ ده چې موجه دلایل یې اړونده روغتيايي کلینک ته واضحه کړي، که احیاناً ناغېړي او بې پروايي شوي وي، نو مور و پلار ته قانوني مسووليت راجع کېږي.

په ټوله کې دلته د امیندوارۍ پر مهال امیندوارې مور ته ان د نشت په برابر درمل ورکول کېږي ځکه چې بېځايه درمل د مور او ماشوم دواړو په زیان دي.

کله چې ماشوم نړۍ ته سترګې پرانیزي

د زېږون د ډول په اړه معمولاً ډاکټران د مور سن (عمر) ته په کتو پرېکړه کوي چې ماشوم باید څنګه دنیا ته راوړي؟ که یې سن لوړ وي ان د عملیات پرېکړه هم کوي.

د ماشوم له زېږېدا سره سم له مور و پلار څخه د هغه د نوم پوښتنه کېږي، چې په زېږنتون کې یې اسناد بشپړ کړل شي. همدارنګه په زېږنتون کې د غوږونو د ډاکټر له خوا د ماشوم د اوریدلو حس کتل کېږي، د سترګو د ډاکټر له خوا یې د لیدلو، همداراز د هډوکو ډاکتر یې د بدن د هډوکو او آن د زړه ډاکټر یې د زړه کتنه کوي.

له زېږنتون څخه تر رخصتېدو وروسته مور و پلار ته د ماشوم د پیدایښت سند ورکول کېږي چې له مخې یې مور و پلار کولای شي خپل ماشوم ته د زیږون دولتي سند ترلاسه کړي. دا چې متحده ایالاتو کې تابعيت د خاورې د سیسټم تابع دی، نو د متحده ایالاتو پر خاوره هر زېږېدلی ماشوم په اتومات ډول د متحده ایالاتو تبعه ګڼل کېږي. نو د زېږېدو دولتي سند په تر لاسه کولو سره مو و پلار کولای شي چې د ماشوم لپاره د پاسپورټ غوښتنلیک هم ډک کړي.

له دې وروسته نوی زېږېدلی ماشوم د ماشومانو څانګې ته معرفي کېږي او د ماشومانو په څانګه کې متخصص ډاکتران یې په لومړۍ میاشت کې په هره درېیمه ورځ یو ځل ګوري، د ماشوم وزن، ونه (قد) خوراک او ان د تشناب پوښتنه یې هم کوي.

د ډاکټرانو سپارښتنه دا وي چې ماشوم ته به په خپل سر درمل نه ورکوئ، ان کورني حکیمانه درمل هم لکه سپېرکۍ، بارتنګ، چمبړخیال، خاکشیر، بادیان او نور باید ماشوم ته ورنکړل شي. که چېرې د ډاکترانو سپارښتنې په پام کې ونه نیول شي، او د یادو کورنيو درملو په ورکولو سره ماشوم ته کوم زیان ورسېد، مور و پلار یې له ډېرو بدو قانوني مسووليتونو سره مخ کېږي او ان ښايي زنداني هم شي.



Comments


MARCH 23, 2024.png
telephone-png-icon-4.jpg

(253) 289 2836

R.png

Opening Hours:

Mon - Fri: 8am - 5pm

​​Saturday: 9am - 7pm

​Sunday: 9am - 7pm

Social Media

  • Facebook
  • X
  • LinkedIn
  • Instagram
  • Youtube
!له موږ سره اړیکه ونیسئ، ډیر ژر به ځواب ترلاسه کړئ

Thanks for submitting!

© 2024 by Green Leaf Foundation. 

bottom of page